افغانستان

طالبان وايي کابل کې يې سرتيري بريد ۱۲ بهرنيان وژلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): نن سهار لس بجې د کابل ښارد نهمې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنيت رياست چهل ته څېرمه په بهرنيو عسکرو سرتيری بريد شوی دی او ۱۲ بهرنی عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې برید مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې د کابل د استخباراتو رياست چهل په نظام قراول کې يې د بهرنيو عسکرو هغه کتار په نښه کړی دی چې دغه رياست ته ننوتل.

مجاهد وايي چې په دې بريد کې ۱۲ بهرني او ۸ تنه د ملي امنيت عسکر وژل شوي دي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ياد بريد تائيد کړی دی خو د تلفاتو په اړه يې کره ارقام نه دي خپاره کړي خو ويلي يې دي چې په بريد کې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۱۲ موټر هم زيانمن شوي دي.

د وزير اکبر خان روغتون مسؤلينو بي بي سي ته ويلي دي چې د چاودنې له ځايه ورته څلور مړي او ۳۰ ټپيان ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په کابل کې د امريکا په تر ټولو مهم او خوندي کيمپ «ګرين ويليج» بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ګڼ شمير بهرنيو او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه ده چی د بهرنيو په لنډکروزرو کی واړه او ښځی نه وی .
درواغجن صديقی به بيا څه درواغ ورته جوړ کړی .
الله تعالی دی د دی استشهادی مجاهد شهادت قبول کړی .
آفرين طالبانو ، په ښارو کی د غاصب کفارو او د منافقينو ځپل ډير ګټور دی ، يو خو پدوی کی به بيره او بی اعتمادی خپره شی بل داچی د ښارو اوسيدونکی به راويښ شی .

مجاهد

جمیل صاحب ! تاسی سمه وایاست، د الله ج د هغو ایتونه په عملی بڼه کی صدق کوی چه فرمایی : دغه ګمراهان هغو مسافرو ته ( چه په طوفانی شپه او ګڼ ځنګل کی یی د لیار په پلټنه کی سرګردانه او حیران پاتی وی، په دغه اخری کچه تاریکی کی یوه ثانیه بریښنا د دوی هیلی زیاتی کړی ګوندی وبه ژغورل شی. مګر د بریشنا هغه یوه ثانیه زوراوره رڼا د دوی د دماغی سترګو دید هم تر دی زایل او کمرنګه کړی چه خپل شی او کیڼ لاس هم خطا کړی. د دوی مثال د هغو سیند… نور لوستل »

اجمل

د کابل نا ځوانمردانه برید کی د یوی کورنی ټول غړی تر اوسه ورک دی. د یو څو کافرو په خاطر په سلګونو بیګناه خلک تباه کول، آیا جهاد همداسی وی؟ پ######

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x