ورزش

رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې ټیسټ کې سلیزه وهي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټیسټ سیالیو کې سلیزه وهي.

رحمت شاه چې نن د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې په دریم نمبر توپوهنې ته ښکته شو د اصغر افغان سره په ګډه د ۱۲۰ منډو ملګرتیا وکړه، نوموړي دا ډول خپله لومړۍ سلیزه هم بشپړه کړه.

نوموړی چې تر دې دمه یې هم په ټیسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو په ترڅ کې تر ټولو زیاتې «۹۸» منډې جوړې کړې وې اوس په سلیزه بشپړولو کامیاب شو، هغه له دې وړاندې لومړی افغان لوبغاړی و چې لومړۍ نیمه سلیزه یې وهلې وه، رحمت شاه د ایرلینډ پر وړاندې ۹۸ منډې جوړې کړې وې.

https://twitter.com/ICC/status/1169544716460994561?s=20

افغان لوبډلې د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې تر دې دمه ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي او ټولې ۲۰۰ منډې یې جوړې کړې دي.

په نورو لوبغاړو کې تر دې دمه اصغر افغان هم ښه لوبه کړې چې په نیمه سلیزه وهلو بریالی شو او په ۵۰ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

په سوځېدلو لوبغاړو کې احسان جنت ۹، ابراهیم ځدران ۲۱، حشمت شهیدي ۱۴، رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۵۰ ناسوځېدلی، محمد نبي صفر او افسر ځاځی ۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x