د ذهني ارامتیا او فشار کمولو «۸» غوره لارې چارې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): ذهني تشویش، فشار او ډپریشن بېلا بېل لاملونه لري چې اکثره خلک پرې اخته کیږي، د ذهني روغتیا ادارې د راپور سره سم په ۲۰۱۸م کال کې ۷۴سلنه خلک له ذهني فشار سره مخ وو.

دغه خلک ځکه پر ذهني تشویش یا خپګان اخته وو چې دوی د ستړیا او ډپریشن احساس کړی و خو په دې نه دي توانېدلي چې مخه یې ونیسي.

دنده ترسره کول، د نورو خلکو سره خپل ځان پرتله کول، عاطفي ستونزې، مالي اندیښنې او آن د ټکنالوژۍ سره وصل کېدل او د ټولنیزو شبکو استعمال هر یو د ذهني فشار لوی لاملونه دي.

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم د اوږدې مودې لپاره ذهني اضطراب یا فشار پر بدن هم ناسم یا منفي اغیز کوي، لکه بې خوبي، د وینې لوړ فشار، شکر او آن د زړه ناروغۍ ستونزې چې کوم د فشار سره تړاو لري رامنځته کوي.

خو ددې هر څه سربېره مه نا امیده کیږئ، دلته یو شمېر لارې چارې وړاندې کوو چې د فشار او نارامتیا پرمهال مو ذهن ته سکون او راحت وربخښي.

د نارامتیا لامل مو وپيژنئ

هیڅکله به مو ذهن ارام نشي تر څو چې یې شاوخوا د نارامولو لاملونه ونه موندئ، ددې لپاره مناسب اقدام وکړئ او پر لاملونو غالبه شئ، تر څو مو ذهن ته ارامتیا وبخښل شي.

په کراره ساه واخلئ

د ذهني فشار پرمهال کښينئ او په کراره ساه واخلئ، دا کولای شي ستاسو ذهن ارامه او ذهني فشار مو کم کړي، دغه کار تر یو څو دقیقو وکړئ ، د پوزې لخوا ژوره ساه واخلئ او د خولې لخوا یې په کراره پریږدئ.

مساج وکړئ

د ذهن ارمولو لپاره د بدن ارامول هم اړین دي، د بدن مساج کول مو ذهني فشار کمولای شي او بدن ته مو راحت وربخښلی شي، سربېره پر دې د بدن عضلات اراموي او دردونه هم له منځه وړلی شي.

کتاب ولولئ

د ټکنالوژي او ټولنیزو رسنیو په شتون کې باید د ذهن ارمولو لپاره دا هر څه یو څنګ ته کړئ او کتاب ولولئ. د خپل شوق سره سم یوه کیسه یا تاریخي پېښه لوستل غوره دي.

قیلوله وکړئ

د یوې څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شوې ۲۰سلنه امریکایان د بې خوبۍ سره مخ ول، چې درملنه یې درمل نه بلکې د ۲۰ نه تر ۳۰ دقیقو خوب و، قیلوله د ذهني ارامتیا لپاره تر ټولو غوره لاره ګڼل کیږي.

ورزش وکړئ

ورزش مو توجه بلخوا اړولی شي او هغه هدفونو ته مو متوجه کوي چې رسیدل ورته ممکن وي، همدا ډول ورزش په بدن کې هغه هرمونونه زیاتوي کوم چې بدن ته راحت ورکوي.

پر بل څه ځان مشغول کړئ

د ذهني فشار او نارامتیا پرمهال له هغه ځایه پاڅيږئ، پر بل نوي څيز یا تمرین چې شوق ورسره لرئ ځان مشغوله کړئ، دا مو ذهن ته نوی ساتیری وربخښي او فشار مو کموي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د