ورزش

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته په ستر توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د نولس کلنو څخه کم عمره اسیایي جام په ترڅ کې افغان لوبډلې نن د خپلې سیال پاکستان لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړه چې په کې افغان لوبډلې په ستر توپیر بریا خپله کړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د پاکستان پر وړاندې په اسیا جام کې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه چې پاکستان لوبډله یې په ۷۸ منډو وسوځوله او د ۸۵ منډو په توپير یې بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې پاکستان پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د ورښت له کبله لوبه وځنډیده او ۴۶ اورونو ته راښکته شوه، افغان لوبډلې په ټاکلو ۴۶ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا صدیق الله اتل ۲۹، رحمان الله ۲۷ او لوبډلمشر فرحا زاخیل ۱۹ منډې جوړې کړې، د پاکستان لخوا په توپ اچونه کې عامر علي او فهد منیر ۳-۳ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د افغان توپ اچونکو لخوا په زړه پورې پېل وشو، عابد الله تانیوال په لومړي سر کې دوه ویکټې واخیستې، په دې سره د پاکستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله په شلم اور کې د ۷۸ منډې په په جوړولو وسوځېدله.

د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې فضل حق او عابد الله تانیوال او نور احمد ۲-۲، شفیق الله غفاري ۳ او جمشید خان یوه ویکټه واخیسته، شفیق الله غفاري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې چې په سریلانکا هېواد کې ترسره کیږي خپله دویمه سیالۍ د کویت ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې په نهمه نېټه د شنبې په ورځ ترسره کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close