
لوګر: په بهرنيو ځواکونو سرتيری بريد شوی
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): نن له غرمې وروسته د لوګر ولايت مرکز اړوند د ګډو ځواکونو په قرارګاه سرتيری بريد شوی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن ماسپيښن د لوګر ولایت مرکز اړوند پادخواب سيمه کې يې د خضر په نامه کمپاين مخې ته د بهرنيو عسکرو په هغه کتار سرتيری بريد کړی چې د ياد مرکز مخې ته ولاړ وو.
#الفتح:
عاجل: نن ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د لوګر مرکز اړوند پادخواب سیمه کې د خضر په نوم کمپاین مخې ته په هغو بهرنیو عسکرو فدایي برید وشو، چې قطار یې ولاړ و.
په دغه برید کې ګڼ شمیر بهرني ځواکونه او د هغوی کورني سپیشلفورس عسکر وژل شوي او ټپیان دي.
ګڼ وسائط ویجاړ شوي دي.
نو بیا.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) September 5, 2019
مجاهد د تلفاتو کره ارقام نه دي په ډاګه کړي خو ويلي يې دي چې په دې بريد کې يې ګڼ شمير بهرني او کورني سپيشل فورس عسکر وژلي او ټپيان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن طالبانو په کابل کې هم په بهرنيو عسکرو سرتيری بريد وکړ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې د کابل په سرتيري برید کې يې اته بهرني او ۱۲ کورني عسکر وژلي دي.