ورزش

د افغانستان او قطر ترمنځ فوټبال سیالۍ نن شپه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او قطر ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ نن شپه د قطر په دوحه ښار «السعد» لوبغالي کې د شپې په (۹:۰۰) بجې پېل کیږي.

د راتلونکي ۲۰۲۲م نړیوال جام غوراوي سیالۍ چې په قطر کې پېل کیږي افغان لوبډله به خپل پېل د قطر پر وړاندې له سیالۍ کوي.

که څه هم د افغان لوبډلې ځینو لوبغاړو په هېواد کې د اسانتیاو نه موندلو له کبله شکایت کړی و چې بشپړ تمرینات یې ترسره نه کړل خو مشر روزونکی انوش دستګیر وایي چې افغان لوبډله د قطر پر وړاندې سیالیو لپاره بشپړ چمتو ده.

قطر لوبډله د اسیایي لوبډلو له منځه یوه غوره لوبډله ګڼل کیږي چې د روان کال په فبروري میاشت کې یې د تېرو اسیایي سیالیو اتلولي یې هم جاپان لوبډلې ته په درې-یو ماتې ورکولو سره خپله کړې وه.

یاده دې وي چې د همدې سیالیو په ترڅ کې به افغان لوبډله دویمه لوبه د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د سپتمبر په لسمې نیټه او د عمان لوبډلې سره د اکتوبر په لسمې نیټه ترسره کوي.

په دغه سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشر روزونکی یا منیجر انوش دستګیر وي او د لوبډلې مشري به فرشاد نوري پرمخ وړي چې نور لوبغاړي په لاندې ډول دي:

ګول کیپر: اویس عزیزي، فیصل حمیدي او احمد هلال حسیني

دفاعي لوبغاړي: میلاد انتظار، حسن امین، ذوالفقار نظري، هارون امیري، فرزاد عطایي، هوشنګ نور علي، شریف محمد او عبد النجم حیدري.

منځني او حمله کونکي لوبغاړي: فرشاد نور «لوبډلمشر»، عمران حیدري، نور الله امیري، ادم نجم، یار محمد زکرخیل، امید پوپلزی، اباسین علیخېل، نعیم رحیمي، فیصل شایسته، نور حسین، جبار شارزا او زبیر امیري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x