ورزش

رحمت او اصغر افغانستان په لومړۍ ورځ تر «۲۷۱» منډو ورساوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلدیش ملي لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې رحمت شاه او اصغر افغا افغانستان پر بنګلدیش لوبډلې برلاسی کړ.

رحمت شاه د یادې سیالۍ په لومړۍ ورځ سلیزه بشپړه کړه او وسوځېد، نوموړی د افغانستان لخوا لومړی لوبغاړی شو چې په ټیسټ کرېکټ کې سلیزه وهي.

همدا راز اصغر افغان چې رحمت شاه سره یې غوره ملګرتیا جوړه کړې وه په زړه پورې لوبه وکړه او په «۸۸» منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

افغان لوبډلې ټول ۹۶ اورونه ولوبول، په ۲.۸۲ اوسط سره یې «۲۷۱» منډې جوړې کړې او ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

محمد نبي تر دې دمه په درې ټیسټ سیالیو کې دوه واره له دې وړاندې په صفر سوځېدلی و چې نن یو وار بیا په خپل دریم توپ په صفر وسوځېد، په لومړۍ ورځ نوموړی تر ټولو ناکام لوبغاړی و.

په نورو مخکښ لوبغاړو کې افسر ځاځی و چې په ۳۵ منډو جوړولو ناسوځېدلی پاتې شو، همدا راز احسان جنت ۹، ابراهیم ځدران ۲۱، حشمت شهیدي ۱۴ او محمد نبي په صفر وسوځېد.

د بنګلدیش لخوا تاج الاسلام او نعیم حسن ۲-۲ او محمد الله یوه ویکټه واخیسته، خو ددوی تر ټولو غوره لوبغاړی او لوبډلمشر په ويکټه اخیستلو بریالی نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x