افغانستان

ناټو د کابل په ننني سرتیري برید کې د دوه بهرنیو عسکرو وژنه تایید کړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو پریکنده ماموریت وايي چې د کابل ښار په ننني سرتیري برید کې دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

د ناټو له خوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې دغه دوه عسکر د امریکا او رومانیا هېوادونو دي.

خبرپاڼې د ټپیانو او نورو تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

یاد برید نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت ۴۰ ریاست ته څېرمه وشو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست او د ۱۲ بهرني عسکرو د وژنې خبر یې ورکړ.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې په برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه ټول وژل شوي کسان غیرنظامیان ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په کابل کې د امريکا په تر ټولو مهم او خوندي کيمپ «ګرين ويليج» بريد وکړ. په دغه برید کې پنځه نیپاليان، دوه برتانویان او رومانیانو په شمول ۱۶ کسان و وژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx