افغانستان

د ملي امنیت رییس د ننګرهار د پېښې په غبرګون کې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي په ننګرهار کې د ملي امنیت اړوند د صفر دوه قطعې له خوا د ۴ ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې استعفا ورکړې.

د صفر دوه قطعې په اړه ویل کیږي چې د حکومت او د افغانستان د ملي امنیت احکام نه مني او مستقیما د جلال اباد د هوایي میدان کې د پرتې امریکایي اډې له خوا احکام اخلي.

دغه قطعې او صفر یو قطعې تر دې وړاندې هم په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ملکي وګړي په کراتو وژلي دي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي استعفا ولسمشر غني منظوره کړې ده.

اشرف غني د معصوم ستانکزي د استعفا د منظورولو پر مهال ومنله چې د صفر دوه قطعې څلور ځوانان په جلال اباد ښار کې په بې رحمۍ سره وژلي دي.

اشرف غني دا هم تایید کړه چې یادې قطعې تر دې وړاندې د ننګرهار په خوږیاڼو، د پکتیا په زرمت او لوګر ولایتونو کې ورته جنایتونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه د صفر دوه په نوم قطعې د جلال اباد ښار په مجبور اباد سیمه کې څلور ځوانان ورونه چې دوه یې د حکومت کارکوونکي هم ول د کور د انګړ دننه و وژل او د کورنۍ اته نور غړي یې د جلال اباد هوایي میدان ته چیرې چې د امریکایي پوځیانو مرکز دی ویوړل.

د جلال اباد ښار اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، صفر۲ قطعې تېره شپه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې په عربانو کلي کې څلور وروڼه قاضي قادر، جهانزيب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلواک په داسې حال کې وژلي، چې مشر ورور يې حاجي بهادر له څخه څخه راغلی و.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو او ځانګړو ځواکونو په شپنيزو عملياتو کې د ملکي وګړو سربيره دولتي مامورين هم په نښه کيږي، مګر تر دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې ورته پيښې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا چه پرونی روسی کمونست او نننی امریکایی سکولریست معصوم ستانکزی د دیامله استعفی ورکوی چه صفر دو عساکر د غلام ستانکزی قوماندی په ځای د اشغالګرو قومانده باندی بی ګناه او بی دفاع خلک حتی هغوی چه د غلامی اداری پلویان او با بی طرفه دی. په دی استعفی باندی غلام غنی ته یی غلامی په عملی بڼه کی غلامی یی په ګوته کوی . غلام غنی سره د دی چه هغه د څلورو ورونو بی رحمانه وزنه ظلم او وحشت یادوی حتی وایی چه په ځوږیانو کی ورته وزنی د دوی له خوا د اشغالګرو په قومانده ترسره… نور لوستل »

ابونظام خوستی

لیکنی مو په پټو سترګو شرو کړی دی سهار مو هم غلت لیکل کړی وا او اوس هم
لا حج څخه نه لا څخه څخه
په ډیره مینه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x