دوکتور احمد زیدان

طالبان څنګه بريالي شول او عربي پسرلی ولې وښوېده؟

ليکوال: دکتور احمد موفق زیدان
د الجزيرې شبکې نوميالی ژورنالېست، چې نږدې درې لسيزې يې د افغانستان وضعيت له نږدې څارلی

د يوه ژورنالېست په توګه، چې د تاريخ لپاره لومړنۍ مسوده ليکي، په داسې حال کې، چې د افغانستان تجربو کې دخيل پاتې شوی او اوس د سوريې د تجربې او په عربي نړۍ کې د عربي پسرلي تجربې برخه ده، دا يې واجب او مسؤوليت جوړيږي، چې د لومړنۍ تجربې «افغانستان» د بريا او وروستۍ تجربې د وروسته پاتې والي او يا هم ناکامۍ په اړه خبره وکړي. دا ډول ستره پوښتنه بايد په کتابونو، څېړنو او قوي ورکشاپونو کې وڅېړل شي، چې د ستونزې تل ته ورسيږي، په تفصيلاتو او اجزاؤو يې بحث وشي. په دغو څېړنو کې بايد لومړی د دواړو ټولنو اختلافات او دوهم د دواړو قضيو د ګټو او کږلېچونو په اړه د سترو او سيمه‌ييزو لوبغاړو رول وڅېړل شي.

خو زما په خيال د دواړو قضيو او تجربو ترمنځ اساسي فرق د مذهبي فکر دی، چې افغان ولس په يوه مذهب دي او په يوه فکري مدرسه راټول شوي، همدارنګه د سوريې مدرسې او ښوونيز مرکزونه هم هر کال لسګونه زره طالب العلمان فارغوي، ټول همداسې فکر او همدا سياسي ليدلوری لري او د دواړو ټولنو د مدرسو اصل د بغداد نظامي مدرسې ته ورګرځي، چې اساس يې نظام الملک ايښی و او هغه هم د وخت د چرسيانو «د حسن ابن صباح د باطنيه‌ وو ډله وه، چې د عملياتو لپاره به يې نشه يي مواد کارول» له لوري ترور شو، خو د هغه په لاس پيل شوی کار لا هم روان دی.

هغه مدرسې، چې د طالبانو جنګيالي تربيه کوي، ټول يو فکر لري او په پایله کې يې له دې مدرسې د راوتلي قومندان، عام سړي، شيخ، مولوي او طالبانو ترمنځ په عام ژوند کې عملي هماهنګي او ورته والی وي. همدا مدرسې سترې او رښتينې کلاګانې وې، چې د برتانوي ښکېلاک پر وړاندې يې مقاومت وکړ، ورپسې د شوروي اتحاد پر ضد راپورته شوې او اوس د امریکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف پر ضد جګړه کوي، چې بالاخره يې له اتلس کاله جګړې وروسته امریکا او ورسره ۳۹ ايتلافي هېوادونه له طالبانو سره هوکړې ته مجبور کړل، چې په پایله کې به يې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وځي.

دغه ډول مذهبي فکر زموږ په عربي نړۍ کې له منځه تللی، په ځانګړې توګه د سياسي حرکتونو په کچه، چې لامذهبيت «له مذهبه تېښته» يې غوره کړی او ديني مرجعيت يې هم بایللی دی، بلکې د عربي نړۍ سياسي حرکتونو خپل منهج له علماوو او مشايخو سره په ټکر کې وضع کړی، چې ډېری يې له واکمنانو سره په اړيکه کې وي. نو پایله يې همدا شوه، چې د دواړو لوريو ترمنځ پراخ واټن رامنځته شو او په عربي نړۍ کې پاڅونونه او انقلابونه خپلې پایلې نه ترلاسه کوي، تر څو يې په اصل ذات کې خميره «د يوه مذهب پيروي» نه وي.

له طالبانو سره د هغوی په بریا کې د افغاني ټولنې قبايلي او قومي جوړښت دی، چې د ولسونو او قومونونه تړونونه دي. د عربي نړۍ په خلاف چې عربو کې اوس قبايلي نظام له منځه تللی او پر ځای يې د فرد او استبداد عبادت پيل شوی. نو پایله يې همدا ده، چې عربي نړۍ او ولسونه او ورسره يې سرکشه انقلابي نخبه ګان داسې قالبونو ته اړتيا لري، چې ټول په کې راټول شي. دا قالبونه مذهبي مدارس دي، چې د سر سړي او مشران يې معلوم وي، څرنګه چې په تېرو وختونو د مالکيانو، شوافعو، احنافو او حنابله‌وو مدرسې او فکري مرکزونه وو. هغه مهال چې مذهبي مدارس له مالي او فکري پلوه خپلواک وو، په بشپړ ډول د حکومت له ځواک او تاثيره لرې وو.

افغانان تر ډېره په خپلو غرونو هم غنيان دي، «جنرال غر» په افغان جګړه کې د ښکېلاکګرو پر ضد ډېره قوي وسله ده، د همدې غريزې او سختې جغرافيې له امله افغانانو لس کاله د شوروي يرغل او اتلس کاله د امريکايي ايتلاف پر وړاندې جګړې او مقاومت وکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د