د فراه ولايت په مرکز د طالبانو بريد روان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د فراه ولايت په مرکز له څو لوریو بريدونه کړي دي چې اوس يې هم له امنيتي ځواکونو سره د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده.

د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب وايي چې طالبانو د فراه په مرکز له څو لوریو بريدونه کړي دي او اوس هم د فراه ښار په پل باغ، ريګي، چهارباغ او زمان خان کلا کې جګړه روانه ده.

محب ويلي دي چې ددې سربيره طالبانو د انادرې ولسوالۍ او شيب کوه کلا هم محاصره کړي دي او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د فراه په مرکز بریدونه تاييد کړی او ويلي يې دي چې د فراه په مرکز پراخ بريدونه روان دي.

هغه ويلي دي چې د جلب او جذب مرکز يې نيولی او جګړه لاهم روانه ده.

بل لور طالبانو د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې هم له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او دوی وايي چې له امنيتي ځواکونو څخه يې پنځه پوستې نيولې دي او جګړه لاهم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره اوونۍ د کندز او بغلان ولايتونو په مرکزونو هم بريدونه کړي، امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه او ګڼې پوستې یې سقوط کړې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محم بلال
میلمه
محم بلال

نتیجه یی حه دی پرته له دی عام وژنه چور چپاول واودامظلوم ملت وینه تویدنه بل حه ارمغان لری که دی امریکایان اونور کفری هیواد په دی ملک کی موجود دی دهغه هیواد دشرلو لپاره توره پورته کری یاست خواوس تاسود دامریکاییانو سره په سرسلامتی پیالی جنگوی نو ولی دا مظلوم ملت وژنی گناه حه دی هر انسان مومن دا نتیجی ته رسیژی چی تاسو انسان وژنه وینه تویدنه دتاسو په ضمیر کی حک شوی دی بیا حیران په دی یم چی تاسو حه کراوونه تر سره کوی له اسلام مبارک دین کوی که نه اسلام انسان وژنه هغه هم… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

کندز او بغلان کی مو څه تر لاسه کړل چی په فراه کی به یی وکړی. همدا اوس خبرونه وایی چی په فراه کی د طالبانو زندان مات شوی او ۱۳ کسه ور څخه خلاص شوی دی. پدی انسانی ضد کارونو به نور هم په ملت کی بدنامه شی. ###

اجمل
میلمه
اجمل

څه شی پاتی ندی ټول وطن مو فتح کړ. کندز فتح شو، بغلان فتح شو اوس هغه نوبت د فراه د ولایت. ماشاالله د افغانانو په وژلو کی مو ریکارد ټینګ کړ.