قطر افغانستان ته په ۶-صفر ستره ماتې ورکړه – ويديو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې قطر پر افغانستان شپږ ګولونه ووهل او په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام او د ۲۰۲۳م اسيايي جام غوراوي سياليو لپاره پرون د پنجشنبې په ورځ د قطر او افغانستان لوبډلې مخامخ شوې وې چې قطر په بريا خپلولو سره د ګروپ په لومړي سر کې ځان ثبت کړ.

د يادې سيالۍ په پېل کې قطري لوبغاړي المعز علي په ۴مه او ۱۰مه دقيقه کې ګولونه ووهل، په ۱۳مه دقيقه کې يې دريم، په ۳۴مه دقيقه کې يې څلورم ګول هم وواهه چې افغان لوبډله يې له سخت فشار سره مخ کړه.

د لوبې لومړۍ نيمايي په ۴-۰ پای ته ورسېده، افغان لوبډلې د پام وړ حملې پر سيال ګول ونه وهلې، په دې سره قطر په دويمه نيمايي کې دوه نور ګولونه ووهل او لوبه په ۶-۰ پای ته ورسېده. د قطر لخوا المعز علي ۳ زيات ګولونه ووهل.

د يادونې ده چې افغان لوبډله به د يادو سياليو په لړ کې د بنګلديش لوبډلې پر وړاندې دويمه سيالۍ د روانې مياشتې په لسمه نېټه ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د