اشرف غني سبا واشنګټن ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني سبا د شنبې په ورځ واشنګټن ته روانيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، اشرف غني به د ديارلس کسيز پلاوي په مشرۍ سبا واشنګټن ته روان شي او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو سره وګوري.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اشرف غني او ورسره پلاوی يې په داسې مهال امریکا ته ځي، چې له نهو مياشتو او نهو پړاوو مذاکراتو وروسته امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې هوکړې په پايله کې به امریکا خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او په مقابل کې به يې طالبان د افغانستان خاوره د امریکا او متحدينو پر ضد نه کارولو ضمانت ورکوي.

خو د ګډ حکومت چارواکو د طالبانو او امریکا په هوکړه نيوکه کړې او په دې اړه يې له امریکا د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ديپلوماتيکې سرچينې وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې څلور ځله د ګډ حکومت له مشر سره کتلي، تر څو هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په مسودې قانع کړي، خو دغه اختلاف لا هم نه دی حل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د