پېښور: د سخي سرور مزاري د بریدونو ماسټر ماینډ بهرام خان ونیول سو

shrine_blastنن ټکی آسیا/ پېښور: معتبرو سرچینو خبر ورکړی چې امنیتي چارواکې توانېدل چې په سید سخي سرور مزارې کې د فدايي بریدونو ماسټر ماینډ (طراح) بهرام خان د خپلو پنځو نورو ملګرو سره ونیسي.

ډېره غازي خان ته نیژدې په نومړي مزار کې د رواني میاشتي پر 3مه نېټه دوو پر لپسې بریدونو تر 150 زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ددې تر مخه پاکستاني امنیتی چارواکي توانېدلي وه چې یو فدايی برید کوونکی د برید د ځایه څخه په زخمي حالت کې ونیسي، دغه برید کوونکو چې عمر نومیدی، اولس کلن هلک وو، د جیو نیوز سره یې په یوه مرکه کې وویل چې په دې نیت یې دلته برید وکړ ځکه چې ورته ویل سوي وه چې په مزار کې خلګ کفر او شرک کوي، نومړي بیا د پاکستاني قوم څخه پر خپل دغه کار معافي غوښتې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د