افغانستان

امرالله صالح: له طالبانو سره مذاکره کوونکي پلاوي ته د پرېکړو حق نه ورکوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» د ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال «امرالله صالح» وايي، له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی به یوازې له هغوی سره د خبرو واک ولري؛ خو نه به شي کولای د خبرو په دوران کې شوې پریکړې عملي کړي.

صالح چې په کابل کې یې یوې کمپایني ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ له طالبانو سره د خبرو لپاره یو باصلاحیته پلاوی لېږو؛ خو هغوی به یوازې د خبرو صلاحیت لري له طالبانو سره د پرېکړو واک به ورسره نه وي، پرېکړې باید د افغانستان پارلمان او لویه جرګه وکړي».

نوموړي زیاته کړه « موږ نه غواړو یوه توره او شرموونکې معاهده لاسلیک کړو او نه هم غواړو د کويټې شورا یو ځل بیا د افغانستان په خلګو واکمنه کړل شي او افغانان یوې مخ پټې ډلې ته د تسلیمي لاسونه پورته کړي».

د صالح په خبره، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې روانې خبرې، د ثبات لپاره نه بلکې د افغانستان د خلګو د وېشلو لپاره دي، چې دوی ته د منلو وړ نه دي.

یاده دې وي، چې ګډ حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک په درشل کې، په څرګند ډول د سولې له خبرو سره خپل مخالفت څرګندوي، تېره ورځ هم اشرف غني په یوه ناسته کې له طالبانو سره د سولې کول ناشوني وبلل او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل څو له طالبانو سره سوله ونکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

پنجشیر دی وی همداسی په وطن مین. زنده باد.

جميل

چی د دی غلام په اوسنی غلامانو کی د غلامی مقام او وظيفه څه ده ؟
چی دا بيا عجيبه خلګ دی ، چی د دوی په سرو کی څه دی ، دوی څومره غافل او سرکښه دی .

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! په دوی (( غیر المغضوبو )) او (( ولضالینو )) د الله ج او د دجالینو دواړو له خوا عذابونه نازل شوی. د الله ج له رحمته خو د ډالرو او مقامو ترلاسه کولو د پاره یی دجالانو ته سجدی شروع کړی هغوی دوه لسیزی ونازول بچیان چه یی د اشغال په سر کی زیږول شوی اوس به اتلس کلن یا شل کلن وی یعنی په اشغال او غلامیو کی پیدا او لوی شول، پلرونه چه یی د اشغال شروع کی به دیرش یا څلویشت کلن وو اوس بنځوس او ښپیته کلن شوی یعنی په اشغال او… نور لوستل »

گل محمد نوری

که د تاسی په یاد وی چی کله طالبانو ټول افغانستان ونیوه چی پدی باندی هیڅوک سترګی نشی پټولی مګر دا خبره هم باید وکړم چی افغانستان کی یو ستن هم نه جوړیږی نو پاتی شو نظامی توپک او مرمی نو باید دا وپوښتل شی چی طالبانو دا دومره وسله چا ورکوله، چی په افغانستان کی نه امریکایان وو او نه هم روسان ، بیا دا سوال پیدا کیږی چی طالبانو ولی ونه توانیدل چی پنجشیر په شان ولسوالی ونیسی مګر ټول افغانستان نیولی شی، نو پدی ځای کی ماته د جنرال حمید ګل خبره او زما د یو ملګری… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x