افغانستان

کانګرس د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې جزئیات غواړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له طالبانو سره د توافقنامې د وروستي کېدلو خبر ورکړ؛ د امریکا کانګرېس وایي، خلیلزاد دې نور ددې توافقنامې جزئیات نه پټوي او په یوه علني غونډه کې دې له طالبانو سره د خبرو جزئیات امریکايي ملت ته واوروي.

دغه غوښتنه د کانګرېس دبهرنیو اړیکو د کمېټې له لوري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه رسمي لیک له لارې لېږل شوې.

په یاد لیک کې راغلي « د افغانستان او امریکا ملتونه حق لري له طالبانو سره د کېدونکې موافقې له جزئیاتو اګاه شي، زلمی خلیلزاد دې په یوه علني کنفرانس کې کانګرېس او د امریکا ملت ته د یادې توافقنامې جزئیات څرګند کړي او نور دې په دې برخه کې څه نه پټوي».

لیک کې زیاته شوې « که څه هم په دې کار کې ځنډ وشو؛ خو بیا هم د زلمي خلیلزاد استماعیه غونډه به وکولای شي امریکایان ستاسو او طالبانو له توافقنامې او په دې برخه کې له رامنځته کېدونکو خطرونو اګاه کړي».

د امریکا کانګرېس داسې مهال له طالبانو سره د امریکا د توافقنامې جزئيات غواړي، چې د ټرمپ ادارې تمه لري په نږدې راتلونکې له طالبانو سره شوې هوکړه لاسلیک کړي.

تر دې وړاندې د کانګرېس درې پېژندل شویو غړو له طالبانو سره د امریکا د خبرو او په دې هیواد کې د امریکا د نظامي حضور له پای ته رسولو سره څرګند مخالفت ښودلی وو.

یاده دې وي، چې د ټرمپ ادارې ټول هغه چارواکي له صحنې ایستلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

یوه خبره باید وکړم چی یو زموږ د خوارو افغانانو سیاست دی چی تر نن پوری مو دایمی دوست او دښمن معلوم نکړ او تر ننه پوری موږ خپلی ملی ګټی او ملی سری کرښی ونه پیژندی او په هرڅه مو د وخت پر اساس د امتیازاتو د اخیستو لپاره معامله کړی دی، ځکه هر کړنه تاریخ څاری خو خیر چی اکثره ولس مو بیسواده ده. مګر خدای تعالی زموږ جهادی او سیاسی کسان هر شیبه وینی او د دوی خبري او عمل څاری امریکایانو ته تل خپلي ملی ګټي مهمی دی دلته چی راغلی د خپلو ملی ګټو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x