نړۍ

پومپيو: امریکا په افغانستان کې پوځي حضور پای ته رسوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو وخت رانږدې شوی، د امریکا پوځي موخې پوره شوي او نور به په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي.

مايک پومپيو زياته کړې، چې القاعده ډله ماتې شوې، مشر يې اسامه بن لادن وژل شوی او نور له افغانستانه امریکا او متحدينو ته ګواښ نه پيښيږي.

پومپيو تر دې وړاندې هم ويلي و، د داسې شرایطو په برابرولو کار کوي، چې راتلونکي وخت کې د افغانستان خاوره د امریکا ضد وسله والو ډلو په مرکز او پټنځي بدل نه شي.

هغه وايي، ولسمشر ټرمپ د بهرنيو چارو وزارت او پنټاګون ته امر کړی، چې د افغانستان جګړه له سوله‌ ييزې لارې حل کړي او په دې اړه يې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد لاسته راوړنې ګټورې بللي دي.

نوموړی تېره اوونۍ د افغانستان سولې په موضوع د ناټو غړو هېوادونو له چارواکو سره بروکسل ته تللی و.

مايک پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نهو مياشتو او نهو پړاوو مذاکراتو وروسته امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې هوکړې په پايله کې به امریکا خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او په مقابل کې به يې طالبان د افغانستان خاوره د امریکا او متحدينو پر ضد نه کارولو ضمانت ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی ګرسره د اوله سره نه وای راغلی څومره به ښه وای

گل محمد نوری

مګر پدی خبرو کی ده ونه ویل چی اسامه یی چیرته وواژه او کوم هیواد د اسامه له وجهی په کنډواله بدل کړ مګر که وخت راغی د امریکا، روسان او انګریزانو اوهمدارنګه زمونږ نږدی همسایه هیوادونه لکه پاکستان چی ۴۰ یا ۵۰ کاله د دوی له لاسه زیاتره افغان د ویر په ټغر ناست دی اود همدوی له لاری امریکا په افغانستان حمله وکړه چی پدی قتل او قتال کی پنجاب ورسره شریک ده که څوک وایی چی پاکستان ورسره شریک نده هغه هم د پنجاب په د ظلم په جرم کی ورسره شریک ده اوهمدارنګه به افغانان له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x