کندز: طالبانو خان اباد ولسوالۍ سقوط کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې له تيرې شپې راهيسې د طالبانو او دولتي عسکرو جګړه روانه ده چې اوس طالبانو دغه ولسوالۍ سقوط کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خان اباد ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او د قومندانۍ اړوند ټولې پوستې يې له دولتي ځواکونو څخه نيولي دي.

هغه ويلي دي چې په دغو جګړو کې يې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼ شمير وسلې او مهمات يې نيولي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله اميري هم د يادې ولسوالۍ سقوط سقوط منلی او ويلي يې دي چې طالبانو سهار څلور بجې په يادې ولسوالۍ بريد کړی دی خو سيمې ته د کومکي عسکرو د نه رسېدو له امله ولسوالۍ سقوط وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار وختي د فراه ولايت په مرکز هم له څلورو لوريو بريدونه کړي دي.

طالبان وايي چې دوی د فراه مرکز ته داخل شوي دي خو دولتي سرچينې وايي چې له طالبانو سره د فراه په مرکز کې په جګړه بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره اوونۍ د کندز او بغلان ولايتونو په مرکزونو هم بريدونه کړي، امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه او ګڼې پوستې یې سقوط کړې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دا ولسوالی له پخوا هم د سقوط په حالت کی وه. سقوط شی او یا نشی ګټه نلری. صرف بیوزله بیچاره خلک دی چی د حکومت او طالبانو زور زیاتی تر پوزی راوستی. الله مو ټول ورک کړه.

جميل
میلمه
جميل

الحمدلله هرى لورى فتحى دى

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

زما چی په یاد دی تقریبآ په ۱۳۸۶ کال کی زیاتره انجنیران د پروژو د سروی له پاره چی هلته زیاتره طالبان اوسیدل نشو ورتللی نو لدی معلومیږی چی دا ولسوالی له اوله د دوی په واک کی وو نو نن د سقوط خبره یو شعاری کلیمه ده نو پدی سره غواړی يو ډول امتیاز واخلی نو کیدای شی پدی سقوط یا په مجموع ډول په خپلواک راوستل د عام خلکو روزمره ژوند کی مشکلات راشی. لکه څرنګه چی د ګلبدین او ربانی په دوران کی چی وو چی هغه وخت کی چهارآسیاب له ګلبدین او مرکز له ربانی سره… نور لوستل »