سرچينه: سپينې ماڼۍ امریکا ته د اشرف غني سفر وځنډاو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ديارلس کسيز پلاوي په مشرۍ سبا شنبه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ليدو لپاره واشنګټن ته روان شي، خو سرچينې وايي، د نوموړي سفر له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی.

د ګډ حکومت د کابينې يوه وزير د نوم نه څرګندولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، اشرف غني له طالبانو سره د سولې په اړه د بحث لپاره غوښتل امریکا ته سفر وکړي، خو د سفر په اجنډا کې د اختلاف له امله سپينې ماڼۍ واشنګټن ته د اشرف غني سفر وځنډاو.

نن سهار د ارګ سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې اشرف غني به له طالبانو سره د کېدونکې سولې او نهايي شوې مسودې په اړه د بحث لپاره واشنګټن ته لاړ شي، هلته به له ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو سره د ليدو په ترڅ کې د هغوی د نظرونو د بدلولو هڅه وکړي.

امریکايي رسنيو د ديپلوماتيکو سرچينو په حواله ليکلي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي په تېرو څو ورځو کې څلور ځله له اشرف غني سره د سولې مسودې په اړه بحثونه کړي او هڅه يې کړې وه، چې غني د مسودې منلو ته قانع کړي، خو نوموړي يې له منلو انکار کړی او له خلیلزاد سره يې توند بحثونه کړي دي.

د سرچينو په حواله اشرف غني غواړي، د افغانستان سولې په اړه د ټرمپ دريځ بدل کړي او د خلیلزاد د هڅو پر خلاف يې فکر واړوي، خو امریکايي رسنۍ د کارپوهانو له نظره وايي، ټرمپ پر خلیلزاد بشپړ باور کړی، د هغه هڅې يې بريالۍ بللي او اشرف غني به د دې توان ونه لري، چې د ټرمپ دريځ د خلیلزاد پر خلاف واړوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

تف لانت پر دې فاسد متفکر اوس باید خپل ځان په خپله زندۍ کړي !
هیواد فروش ، دین فروش قوم فروش هیچا ته حتا خپل بادار ته هم هیڅ ارزښت نلري !
که خپل عزت غواړي غني ګله با ید خپل ځان دې زېندۍ کړي !!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

استعمار دوستان او دشمنان د استعماری ګټو له مخی ټاکی او پالی. واشنګټن ( د غلامی اداری قبلی ) ته د غلام غنی د تلو مخی د نیولو پوری د هیتلر هغه خبره دلته رانقلوم چه ویلی یی وو : [[ هغوی چه د خپلو خلکو، خاوری او خپلواکی د دفاع د پاره زمونږ سره جنګیدل ځانونه او مونږ یی وژلو ډ قدر وړ او هغوی چه د خلکو، خاوری او خپلواکی د پلورلو او زمونږ دپاره یی زمونږ سره خپل خلک وژل له هغوی ډیره کرکه لرم ]] څه موده دمخه یی د هغل بله هلکو ( غلام محب… نور لوستل »

MHA
میلمه
MHA

I believe the next two headed government will be Abdullah Abdullah and Mula Beradar Akhund

جميل
میلمه
جميل

د دی پوچ مغزی متفکر د اوله سره سر پوچ وو .

Haroon khan
میلمه
Haroon khan

Trump aw khalilzad dwara da sari zaman nadi

عبدالله
میلمه
عبدالله

نن تکی اسیا اداره!!
زینی مبصرین مو شکنزل کوی، ایا دا ستاسو د اداری په جوکات کی جایز دی که سنگه؟؟؟ جمیل، پتنگ، مجاهد او ماسوم یی شه نمونی دی. ددوی هیخ نه سانسوروی او د نورو لا سانسوروی چی دا ستا سو پر بی انصافی دلالت کوی. بس نو شه به دین ته خدمت وکی ستاسو همدومره وس دی.ستا سو ددغی دوه گونی برخورد خخه معلومیزی چی اصلی اداراه مو پنجاب یا د انگریز په ملک کی ده.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

یو ورځ له اشرف غنی څخه د خلیلزاد په هکله پوښتنه وشو نو ښاغلی داکتر اشرف غنی د کنایی په ډول خلیزاد په اشاره سره وویل: دا زما د شاګردانو په لست کی هم نه راځی نو ځینی رسانیو راپورنه ورکړل چی خلیزاد د طرحي په اساس د سولی پروسه مخی ته بیایی. نو له همدی وجهی افغان دولت (اشرف غنی) د امریکا له استازی خلیلزاد سره د افغانستان د مسلی په اړه د ددی فیصله په اساس تصمیم نه نیسی نو غواړی دا خبره د لوړ پوړو امریکایی نظامی او سیاسی چارو د نظر پر اساس تصمیم ونیسی ترڅو… نور لوستل »