د خليلزاد وروستې څرګندونې

شنونکی: خليل الله صافی

ښاغلي خلیلزاد له طلوع نيوز سره پخپله وروستۍ مركه كې روښانه پیغامونه درلودل، دا چې سوله د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب دی په اوسني شرایطو کې ټاکنې ترسره کول د سولې لپاره خنډ دي له همدې امله سولې ته له رسيدو مخکې انتخابات د متحده ایالاتو لپاره د منلو وړ ندي.

غني له طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره يو پنځلس کسيز پلاوی ټاکلې و، خو تيره اونۍ د طالبانو د سياسي دفتر د وياند ښاغلي محمد سهيل شاهين لخوا د افغان حکومت د مرکچی پلاوي د ترکيب او موثريت په اړه د انديښنې له څرګندولو وروسته نورو افغاني سياسي ګوندونو هم د حکومت د هيئت له ترکيب سره مخالفت څرګند کړو، غني د سياسي ګوندونو او نړيوالې ټولنې د فشار له امله د هيئت د غړو د غوراوي په اړه بيا مشورو او بدلونونو ته اړ شو. خلیلزاد وویل چې متاسفانه لاهم افغان حکومت د خبرو اترو د ډلې د لست په جوړولو کې نه دې بریالې شوې. نوموړي وويل؛ مركچي پلاوې بايد افغانستان شموله، مؤثر او قوي واوسي او بايد د تصميم نيولو واک ولري، خو دا احتمال يې رد نکړو چې که افغان حكومت ونه توانيږي يو قوي، متحد او مؤثر مركچي پلاوې جوړ کړي نو بيا به نورې سياسي ډلې له طالبانو سره جلا، جلا خبرې وکړي.

نوموي وويل؛ که شرایط د هوکړې سره سم پرمخ ولاړ شي، له طالبانو سره د توافقنامې له اعلان وروسته به په لومړي پړاو کې پنځه زره امريکايی سرتیري په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستان څخه ووځي او پنځه پوځی اډې به چې اوسمهال امريکايی ځواکونه پکې ميشت دي هم تخليه کړي. په دويم پړاو کې به ټول پاتې ۸۴۰۰ امريکايی او د ناټو ١٧٠٠٠ سرتيري هم په بشپړه توګه په هوکړه ليک کې د ټاکل شوي مهالويش سره سم له افغانستان څخه ووځي. نوموړي د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش څرګند نکړو، خو ځينې باوري سرچينې وايې چې دغه موده ۱۴ يا ۱۵ مياشني ده.

خليلزاد له ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره د ليدو پرمهال هغوئ ته د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي هوکړې مسوده ښودلې وه. غني له هغه نه غوښتي و چې د مسودې یوه کاپي ورکړي، خو خليلزاد د ځینې سياسي او امنیتي دلایلو له کبله او په اوسني پړاو کې ځينې حساسيتونو ته په کتو سره کوم چې د هوکړې د لاسليک او رسمي اعلان پوړې د محرمیت ايجاب کوي، اشرف غني ته د توافقنامې کاپي ورنکړه.

له دې سره هم مهاله چې د طالبانو او امريكا ترمنځ د سولې هوکړه د برياليتوب په درشل کې ده، په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري.
د تيرې یکشنبې په ورځ طالبانو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري برید وکړ، له هغې یوه ورځ وړاندې په سلګونو طالب جنګیالیو د کندوز ښار ځینې برخې ولړزولې.

کندوز یو ستراتیژیک ښار دې چې اطراف او ولسوالۍ يې د طالبانو په ولکه کې دي. په څو وروستیو کلونو کې دا دريم ځل دې چې طالبان دغه ښار ته ننوځي.

د تيرې دوشنبې په ورځ سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو لخوا په کندز، تخار، بدخشان، بغلان، بلخ ، پروان، فراه او هرات ولایتونو کې شديد پوځي بريدونه روان دي. طالبانو په بغلان کې لویه لاره بنده کړې وه چې ورسره د کابل – بغلان او بغلان – کندوز لویې لارې هم بندې وې او د کابل او نهو شمالي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ په بشپړ ډول بند شوې وٰ.

خليلزاد وويل، تر اوسه له طالبانو سره هوکړه او اوربند ندې شوې، د طالبانو او امريکا ترمنځ د هوكړې له اعلان وروسته به په هغه سيمو د طالبانو د پوځي بريدونو شدت کم شي چې بهرني ځوکونه ورڅخه وځي، په لمړي قدم کې به په كابل او پروان ولايتونو كې د جنګ شدت راکم شي. نوموړي وويل په نړۍ کې د شخړو د هواري تېرو تجريو ښودلې ده چې د جګړې اړخونه هوکړې ته د رسېدو په درشل کې معمولا تاوتريخوالي زياتوي ځکه چې هر لورې غواړي په خبرو اترو کې قوي موقف ولري.

هغه زياته كړه چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به امریکا د افغان امنیتي ځواکونو او له نوي حکومت څخه ملاتړ وکړي. طالب جنګیالي به په افغان امنیتي ځواکونو کې ځای په ځای شي او په امنیتي سکتورونو کې به اصلاحات راشي. نوموړي وویل، هغه د تیرو اتلسو کلونو په موده کې د طالبانو په اړه ساده قضاوت درلود، هغه فکر کاوه چې ګواکې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي، خو اوس هغه باور لري چې طالبان سوچه افغانان دي، له افغانستان سره مینه لري او په خپل هيواد کې سوله غواړي.

خليلزاد باور څرګند کړ چې ټرمپ به له طالبانو سره د سولې د هوکړه ليک مسوده تصویب کړي او متحده ایالات به له افغان حکومت سره يوه جلا تفاهمنامه هم لاسلیک کړي. هغه زياته کړه چې په توافقنامه کې طالبان د “افغانستان اسلامي امارت” په نامه یاد شويدي، خو موږ هغوی د طالبانو په نامه پیژنو.

ښاغلي خليلزاد باور څرګند کړو چې د خبرو اترو ترټولو سخت پړاو له طالبانو سره خبرې وې چې په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي دي او د افغانانو ترمنځ خبرې به ډيرې اوږدې او ستونرمني نه وي، ټول افغاني لوري بايد په خبرو کې له خپل اوسني دريځونو نه انعطاف وښایې او له جوړ جاړي وروسته يو بل ومني او وزغمي، افغانان بايد يو د بل ارزښتونو ته په درناوي په سوله کې سره ژوند وکړي. نوموموړي وويل چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ځای لا ټاکل شوې ندې. ناروې، المان، قطر او انډونیزیا د بين الافغاني خبرو اترو د کوربه توب وړاندیز کړيدې، خو موږ ناروې ته لدې کبله ترجیح ورکوو چې د شخړو د هواري په برخه کې تجربه لري.

د خليلزاد څرګندونو ته په کتو که څه هم امريکا اوسمهال طالبان د يوه حکومت په توګه نه بلکې د افغان کشالې د تر ټولو مهم سياسي لوري په توګه په رسميت پيژندلي دي، خو دا چې امریکا له طالبانو سره د هوکړه ليک په مسوده کې طالبان د “افغانستان اسلامي امارت” په عنوان منلي دي، دا د طالبانو خورا لویه سیاسي او معنوي لاسته راوړنه ده.

زما په اند یو د بل ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته د متقابل درناوی پر بنسټ په اصولو كې امریکا د طالبانو ټولې اساسي غوښتنې منلې دي او امریکا په دې باور ده چې طالبان یواځينې سیاسي او نظامي ځواک دی چې کولی شي په افغانستان کې سوله او سیاسي ثبات راولي او دا هم تضمینولې شي چې په راتلونکي کې به د افغانستان له خاورې څخه امریکا او د هغې متحدینو ته کوم ګواښ پیښ نشي.

زما په اند طالبان به په بين الافغاني خبرو کې برلاسي وي او په راتلونکي سیاسي جوړجاړي کې به خورا قوي رول ولري، همدارنګه له سل زرو څخه زيات طالب جنګیالي به په افغان امنیتي ځواکونو کې ځای په ځای شي. دا پدې مانا ده چې د راتلونکي سياسي نظام د چارو واګې به د طالبانو په لاس کې وي او نورې افغاني ډلې به د طالبانو د سیاسي نظام او حکومت برخه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د