طالبانو بدخشان لپاره د خپل والي د وژلو په اړه د حکومت ادعا رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸ل): طالبانو د ګډ حکومت د دفاع وزارت هغه ادعا ردکړې، چې نن يې بدخشان لپاره د دوی والي قاري فصيح الدين په يوه برید کې له خپل ساتونکي سره وژلی دی.

د ګډ حکومت دفاع وزارت نن رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې بدخشان لپاره يې د طالبانو خطرناک والي قاري فصيح الدين په يوه برید کې وژلی، خو طالبانو د دفاع وزارت ادعا په کلکه رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د دفاع وزارت ادعا رد کړې او زياته کړې يې ده، چې حکومت د طالبانو تر خونړيو بریدونو لاندې دی، ولسوالۍ او ستر ښارونه له لاسه ورکوي او د دغسې ناکامۍ په حالت کې د خپلو عسکرو د لويدلي مورال د راپورته کولو لپاره يې په درواغو د طالب مشرانو د وژلو ادعاوې پيل کړي دي.

څو ورځې وړاندې هم دفاع وزارت ويلي و، چې بغلان لپاره يې د طالبانو والي وژلی دی، خو طالبانو هغه مهال هم د حکومت ادعا رد کړې وه.

دفاع وزارت رسنيو ته په لېږل شوې ادعا کې بغلان لپاره د طالبانو د والي غلط نوم او بدل انځور هم لېږلی و، چې د رسنيو له لوري د حکومتي چارواکو د معلوماتو په کمزورۍ او نه دقت توندې نيوکې شوې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د