ملينګا يو وار بيا په څلورو توپونو «۴» ويکټې واخيستې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د سريلانکا لوبډلې تکړه او نامتو چټک توپ اچونکي لاست ملينګا په شل اوريزو سيالۍ کې د نيوزيلند لوبډلې پر وړاندې په څلورو توپونو «۴» پرلپسې ويکټې واخيستې.

د يارکر ویشتنې ماسټر ملينګا له دې وړاندې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۰۷م کال کې په يو ورځينۍ سيالۍ کې هم په څلورو توپونو څلور پرلپسې ويکټې اخيستې وې.

ملينګا د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په شل اوريزو او يو ورځينو لوبو کې په پرلپسې څلورو توپونو څلور ويکټې ترلاسه کوي، نوموړی د نړۍ زيات هيټريک اخيستونکی لوبغاړی هم دی.

په نورو لوبغاړو کې راشد خان دی چې په څلورو توپونو يې څلور لوبغاړي سوځولي دي، نوموړي دغه کارنامه د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې ترسره کړې وه.

https://twitter.com/ESPNcricinfo/status/1170025672883888128?s=19

د نيوزيلند لوبډلې پر وړاندې په ياده سيالۍ کې چې ملينګا د سريلانکا لوبډلې مشر دی، د کولن مونرو، هميش رترفورډ، کولن ډي ګرانډهومې او روس ټيلر په څېر ستر لوبغاړي وسوځول.

۳۶ کلن ملينګا چې دوه کاله وړاندې يې کيريئر ته د پای ټکی ايښی و، خو له راستنېدو وروسته يې هم ريکارډونه پرمخ روان دي، نوموړی زيات هيټريک وهونکی لوبغاړی دی، چې تر دې دمه يې پنځه هيټريکونه کړي دي.

دغه ډول نوموړی د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لومړی لوبغاړی شو چې «۱۰۰» ویکټې یې بشپړې کړې، له دې وړاندې شاهد افریدي ۹۸ او راشد خان ۷۵ ویکټې ترلاسه کړې دي.

په دغه سيالۍ کې نيوزيلند لوبډله د سريلانکا لوبډلې د ۱۲۵ منډو په ځواب کې يوازې په ۸۸ منډو وسوځېدله، خو نيوزيلند سيريز په ۲-۱ له وخت وړاندې په خپل نوم کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د