افغانستان د ټيسټ لوبو لس غوره لوبډلو کې شامل شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډله د کرېکټ نړيوالې شورا د ټيسټ لوبو په درجه بندۍ کې د لس غوره لوبډلو په ليست کې شامله شوه.

افغانستان تر دې مهاله يوازې دوه ټېسټ لوبې کړي، چې لومړۍ کې يې ماته منلې او دویمه کې يې بريا خپله کړې، همدا راز اوس يې له بنګله دېش لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه روانه ده، خو په دې مهال کې افغان لوبډله له ۱۱م مقام څخه ۱۰م مقام ته پورته شوه او د کرېکټ نړيوالې شورا په ټېسټ درجه بندۍ کې له زمبابوې وړاندې او په لس غوره لوبډلو کې شامله شوه.

له هغه مهال راهيسې چې کله افغان لوبډلې په لومړي وار د ۲۰۱۷م کال جون مياشت کې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، نو خپله لومړۍ ټېسټ لوبه يې د ۲۰۱۸ کال جون مياشت کې د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

که څه هم د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، خو دا د افغانستان کرېکټ په تاريخ کې لومړۍ ټيسټ لوبه وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۹ کال مارچ مياشت کې افغانستان له ايرلنډ سره يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې افغانستان تاريخي او لومړۍ ستره بريا خپله کړه.

دغه مهال افغانستان د ټيسټ په تاريخ کې له انګلستان او پاکستان وروسته دريمه لوبډله شوه، چې په خپله دويمه ټيسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د يادونې ده چې افغان لوبډله اوسمهال د بنګلديش لوبډلې پر وړاندې په يوازينۍ ټيسټ سيالۍ بوخته ده، دوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې جوړې کړي، او په ځواب کې يې د بنګلديش لوبډلې ۸ لوبغاړي د ۱۹۶ منډو په جوړولو سوځولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د