د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي له طالبانو سره تړون لاسلیکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک مايک پومپيو  هغه ریپورټونه رد کړل چې ګواکې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون نه لاسلیکوي.

مایک مايک پومپيو په یوه مرکه کې ویلي چې دوی تیار دي چې د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د افغانستان حکومت سره هم پر یوې هوکړې کار کړی او اوس هم شاید دوی د طالبانو په شمول له نورو سره هوکړه لاسلیک کړي.

تر دې وړاندې ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو به د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک نه کړي ځکه دغه تړون طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

خو مايک پومپيو دغه ریپورت چې امریکا له طالبانو سره هوکړه لیک نه لاسلیکوي «بې بنیاده» او «خندوونکي» وګڼلو.

مايک پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نهو مياشتو او نهو پړاوو مذاکراتو وروسته امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې هوکړې په پايله کې به امریکا خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او په مقابل کې به يې طالبان د افغانستان خاوره د امریکا او متحدينو پر ضد نه کارولو ضمانت ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د امریکا ۱۷ کسیز پلاوی پاکستان نه د طالبانو ضمانت غوښتلو لپاره اسلام اباد ته تللی