افغانستان

طالبان: له خلیلزاد او جنرال مېلر سره مو ګټورې ناستې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر سره يې په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله ګټورې ناستې کړي دي.

د ښاغلي شاهين په وينا په دوهمه ناسته کې د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن هم ګډون درلود.

شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي: «پرون مو له امریکایې لوري سره د شپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود. دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو.»

زلمي خليلزاد او جنرال مېلر په داسې مهال په قطر کې له ملا عبدالغني برادر او نورو طالب استازو سره کتلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مسوده نهايي شوې، د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ ته هم لېږل شوې، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سولې له مسودې او ممکنې هوکړې سره مخالفت ښودلی دی.

خلیلزاد په کابل له اشرف غني سره د نهايي شوې مسودې په اړه څلور ځله ناسته کړې، خو بې پایلې شوې.

اوس د ګډ حکومت مشر غوښتل، چې له طالبانو سره د سولې په اړه واشنګټن ته سفر وکړي او هلته له ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي، خو د سولې په اړه په ټاکل شوې اجنډا کې د اختلاف له امله سپينې ماڼۍ واشنګټن ته د اشرف غني سفر ځنډولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ناستی ماستی دی ستاسو سر وخوری خلک مو تبه کړل.

اجمل

افغانستان دومره بیچاره شو چی اوس یی سرنوشت د لس پنځلسو کسانو په لاس کی ولیدلی. دا خبری د طالبانو له امریکایانو سره دی. سوله به انشاالله خلک راولی او په زور به یی راولی. د پنحابیانو او بهرنیانو سوله د نوی جنګ پیل دی.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
دولت او طالیب ته
جنرال میلر،پامپیو،ټرمپ.پوتین،عمران خان.بی نظیره ته ساده ګیدړان، خو
افغان ولس ته سره لیوان،ځکه چه،
اګست میاشت کی مو په زرګونو افغانان په وینو سره کړل،او ومو داړل،
د خوله مو بویونه ځی،

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x