فیفا د غوره یوولس کسیزې لوبډلې لپاره «۵۵» نومونه اعلان کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پنځه پنځوس هغو لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې له مخې به یې د نړۍ تر ټولو غوره یوولس لوبغاړي غوره کیږي.

د ۲۳۰۰۰ کسانو په عامه رایو سره انتخاب شوي ۵۵ لوبغاړو کې ۱۱ د برسلونا لوبډلې، ۱۱ د ریال مدرید او ۷ د لیورپول لوبډلې لخوا غوره شوي، په دې کې یوازینی اسیایي لوبغاړي «سون هیونګ مین» د سویلي کوریا لوبډلې چې ټوتنهام هاټسپر کلبي لوبډلې سره دی شامل شوی دی.

د یادو نومونو څخه به یوولس کسیزه غوره لوبډله د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په هغه غونډه کې چې د ایټالیا په میلان ښار کې ترسره کیږي او د کال غوره لوبغاړی په کې اعلانیږي- دغه لوبډله هم اعلان شي.

د «۵۵» لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی، چې په کې ۵ ګول کیپران، ۲۰ دفاعي لوبغاړي، ۱۵ منځني او ۱۵ نور حمله کونکي لوبغاړي دي:

ګول کیپران (۵): الیسن بیکر (برازیل، لیورپول)، دیوید دي هیا (اسپانیا، مانچسټر یونیټډ)، ایډرسن مواریس (برازیل، مانچسټر سیټي)، جان اوبلاک (سلووینیا، اتلاتیکو مدرید)، مارکنډری ټير سټیګن (جرمني، برسلونا).

دفاعي لوبغاړي (۲۰): جورډي البا (اسپانیا، برسلونا)، ټرینټ الیکسنډر ارنولد (انګلستان، لیورپول)، ډاني الویس (برازیل، ساو پاولو)، جواو کانسیلو (پرتګال، مانچسټر سیټي)، داني کاروهال (اسپانیا، ریال مدرید)، جورجیو کیلیني (ایټالیا، یوونتوس)، ورجل ون دایک (هالنډ، لیورپول)، دیاګو ګودین (یوروګوای، انتر میلان)، یوچوا کیمیچ (جرمني، بایرن میونیک)، کالیدو کولیبالي (سینیګال، ناپولي)، ایمریک لاپورت (فارنس، مانچسټر سیټي)، میتیس دي لیخت (هالند، یوونتوس)، جیراد پیکی (اسپانیا، برسلونا)، سرجیو راموس (اسپانیا، ریال مدرید)، اندري روبرتسن (سکاټلنډ، لیورپول)، الیکس ساندرو (برازیل، یوونتوس)، تیاګو سیلوا (برازیل، پاریس سان جرمان)، رفایل وران (فرانس، ریال مدرید)، مارسیلو (برازیل، ریال مدرید) او کایل واکر (انګلستان، مانچسټر سیټي).

منځني لوبغاړي (۱۵): سرجیو بوسکیتس (اسپانیا، برسلونا)، کاسمیرو (برازیل، ریال مدرید)، کیون ډي بروین (بلجیم، مانچسټر سیټي، کریسټن ایریکسن (ډنمارک، ټوټنهام)، فرانکي ډي يانګ (هالنډ، برسلونا)، ایډن هازارد (بلجیم، ریال مدرید)، نګلو کانټی (فرانس، چیلسي)، ټوني کروس (جرمني، ریال مدرید)، ارتور میلو (برازیل، برسلونا)، لوکا مودریج (کرویشیا، ریال مدرید)، پول پوګبا (فرانس، مانچسټر یونیټډ)، ایوان راکیټیچ (کرویشیا، برسلونا)، برناردو سیلوا (پرتګال، مانچسټر سيټي)، دوسان ټاډيچ (سربیا، اژاکس) او ارتورو ویډال (چیلي، برسلونا).

حمله کونکي لوبغاړي (۱۵): سرجیو اګویرو (ارجنټیاین-مانچسټر سیټي)، کریم بنزیما (فرانس-ریال مدرید)، روبرتو فرمینو (برازیل-لیورپول)، انتوان ګریزمن (فرانس-برسلونا)، هاري کین (انګلستان-ټوتنهام)، روبرت لیوانډوسکي (پولنډ-بایرن میونیک)، سادیو مانی (سینیګال-لیورپول)، کیلیان امپابی (فرانس-پاریس سان جرمان)، کریستیانو رونالډو (پرتګال-یوونتوس)، محمد صلاح (مصر-لیورپول)، سون هیونګ مین (سویلي کوریا-ټوتنهام)، رحیم سټرلینګ (انګلستان-مانچسټر سيټي) او لویس سواریز (یوروګوای-برسلونا).

د یادونې ده چې اوونۍ وړاندې د فوټبال نړیوال فدارسیون د کال غوره لوبغاړي لپاره هم د لیونل میسي، کریستیانو رونالډو او ورجل ون دایک نومونه په ډاګه کړل چې له منځه به یې د کال غوره لوبغاړی اعلان شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د