فیسبوک د «۴۰۰» ملیونو څخه زیاتو کاروونکو مبایل شمېرې افشا کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې «فیسبوک» یو وار بیا د کاروونکو لپاره امنیتي ګواښ پېښ شوی چې دې شبکې سره وصل د مبایل «۴۱۹» ملیونه شمېرې یې افشا کړي دي.

د راپورونو له مخې په فیسبوک استعمالوونکو کې چې د کومو کسانو مبایل شمېرې افشا شوي په دې کې د «۱۳۳» ملیونو اړیکه له امریکا، د «۱۸» ملیونو له برتانیه او «۵۰» ملیونو له ویتنام سره ده.

راپور زیاتوي چې د ستونزې له افشا کېدو وروسته معلومات له لیکې غورځول شوي دي.

د روان کال په اپریل میاشت کې دغه خبره څرګنده شوې وه چې فیسبوک، کاروونکي د مبایل شمېرو له لارې هر ځای موندلای شي.

د فیسبوک د ټکنالوژۍ مشر «مایک اسکروفر» هم ویلي چې د یادې لارې له لوري کاروونکي د مبایل شمېرو او ایمیل په وسیله کشف شوي او ددوی شخصي معلومات یې ترلاسه کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې زه باوري یم ددغې لارې فیسبوک د ملیونونو هغو کسانو چې فیسبوک استعمالوونکي وو شخصي معلومات ترلاسه کړي، نو ددې لامله اوس مونږ ددغه ځانګړتیا د بندولو پریکړه کړې.

خو بل خوا د فیسبوک ویاند وایي چې دغه معلومات پخواني دي کوم چې یو کال وړاندې ددغې ځانګړتیا بدلولو پرمهال افشا شوي وو، دی زیاتوي چې اوس دغه معلومات خوندي شوي، مونږ اوس داسې هیڅ شواهد نه لرو چې د فیسبوک استعمالوونکو معلوماتو په اړه تړون یا د چا سره خبرې شوې وي.

د فیسبوک ویاند زیاتوي چې د معلوماتو افشا کېدو  په اړه یې څیړنې پېل کړي دي.

د یادونې ده چې فیسبوک د شخصي معلوماتو افشا کولو په تور له دې وړاندې څو واره جرمانه شوی، خو لا هم د فیسبوک لخوا د کاروونکو پرمخ ددغه ډول ستونزو د خوندیتوب جدیت نه دی ښودل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د