د راشد ۵ او د نبي ۳ ویکټو بنګلدیش تر «۲۰۵» منډو محدود کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټيسټ لوبه کې راشد خان په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې لومړی یې په توپوهنه کې پنځوسیزه بشپړه کړه او بیا یې په توپ اچونه کې «۵» ویکټې ترلاسه کړې.

دا چې د راشد خان تر لوبډلشمرۍ لاندې لومړۍ ټیسټ لوبه ده، نوموړی په دې سره د نړۍ تر ټولو ځوان لوبډلمشر هم شو، او دا ډول لومړی لوبغاړی شو چې تر خپلې لوبډلمشرۍ لاندې نیمه سلیزه هم وهي او هم پنځه ویکټې ترلاسه کوي.

https://twitter.com/ICC/status/1170192847322189824?s=20

د نوموړي سربېره محمد نبي هم په توپ اچونه کې ښه وځلېد، نوموړي ۳ ویکټې واخیستې، همدا ډول په نورو ویکټو اخیستونکو کې یمین احمدزی او قیس احمد وو چې یوه-یوه ویکټه یې ترلاسه کړه.

بنګلدیش لوبډلې د افغانستان لوبډلې د لومړۍ نیمایي د «۳۴۲» منډو په ځواب کې «۲۰۵» منډې جوړې کړې، چې لا هم افغان لوبډله د «۱۳۷» منډو وړاندې لري، او اوس یې توپوهنه پېل کړې ده. افغان لوبډلې ۲۸ منډې جوړې کړي او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

د افغان لوبډلې لخوا په لومړۍ پاڼۍ کې رحمت شاه د افغانستان لپاره په ټيسټ کې لومړۍ سلیزه په خپل نوم کړه، اصغر افغان غوره ۹۲ او راشد خان چټکې ۵۱ منډې جوړې کړې.

د بنګدیش لخوا مومن الحق ۵۲ او مصدق حسین ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د