
کابل: د ملا تره خېل کسانو د حج او اوقافو وزير ډبولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خيل کسانو په کابل کې د حج او اوقافو سرپرست وزير عبدالحکيم منيب ډبولی دی.
راپورونه وايي چې عبدالحکيم منيب تيره ورځ د ارګ په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ملا تره خيل او د ولسي جرګې وکيلانو شاه وزير، حاجي خان تره خيل، دادالله او نورو کسانو له لوري وهل شوی او سپکې سپورې ورته ويل شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په عبدالحکیم منيب برید غندل شوی دی او له حکومت څخه ددې پيښې د جدي پلټنې غوښتنه شوې ده.
وزارت وايي چې په عبدالحکيم منيب په جومات کې برید کول او له هغه سره فزيکي شخړه، د جومات، وزارت او علماوو سپکاوی او له قانون څخه سرغړونه ده او د پيښې عاملين بايد مجازات شي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې زور واکي دولتي مامورين او چارواکي ډبوي مګر تر دې وړاندې هم دولتي مسؤلين د زور واکو له لوري ډبول شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې د وزير په سطحه سړی د زورواکو له لوري ډبول کيږي.
تر اوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.