افغانستان

روزګان: ګډو ځواکونو د ملکي خلکو لسګونه موټر او دوکانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپو او شپنيزو عملياتو په دوام دا ځل په روزګان ولايت کې د ملکي وګړو دوکانونه او موټرونه سوځول شوي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ اړوند د محمد نبي په نامه د ملکي وګړو په يوې اډې چاپه اچولې ده چې په نتيجه کې يې د ملکی وګړو ۱۹ بابه دوکانونه چې له بيلابيلو سوداګريزو توکو ډک وو سوځولي دي.

همدا راز په دې چاپه کې د ملکي وګړو ۳۴ عرادې موټر هم سوځولي دي او ملکی خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ مالي زيان اړولی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د کورونو سربيره دوکانونه او بازارونه هم په نښه کيږي چې ملکي خلکو ته په کې په زياته اندازه مالي او ځاني زيان رسيږی.

تر اوسه د روزګان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په بدخشان ولايت کې هم ګډو ځواکونو د ملکی وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او ۴۶ تنه ملکي وګړي يې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

سپیشل فورس یا گد زواکونه مطلق د امریکی د اوامرو تطبیقونکی دی او سخت ظالم خلک دی. افسوس چی افغانان او زوانان دی.
دوی نه د افغان دولت امر منی او نه ورته په درنشت قایل دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x