افغانستان

 طالبانو د فراه ولايت اناردرې ولسوالۍ نيولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ د فراه ولايت مرکز په شمول په اناردرې ولسوالۍ هم بريدونه کړي وو چې تيره ورځ ناوخته يې سقوط کړې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د فراه ولايت انار درې ولسواالۍ مرکز يې نيولی دی.

https://twitter.com/QariYousufAhma1/status/1169955756856303616

احمدي په فراه ولايت کې د پنځو عسکرو د تسلیمي خبر هم ورکړی دی او همدا راز يې په پشتکوه ولسوالۍ کې شپږ عسکر وژلي دي.

https://twitter.com/QariYousufAhma1/status/1169983224749199360

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي اهدافو د طالبانو بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې ګڼې سيمې د امنیتي ځواکونو له لاسه وځي او ځاني تلفات هم ويني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ غرمه مهال د کندز د خان اباد ولسوالۍ هم سقوط کړې وه.

تر اوسه د فراه ولایت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح القریب. الله ج فرمایی کله چه د الله ج نصرت او د فتحو وخت راورسیږی ، جوپی جوبی یا بی شمیره خلک به د الله ج دین کی ننوځی یعنی تسلیمی به کوی، دغه وحت دی چه د الله ج ثنا او پاکی به بیانوی یعنی هر څه به له الله ګڼی غرور به نه کوی، د هغه څه چه شیطانانو ستاسی په زړونو او اعمالو کی رامنځته کړی له الله ج څخه بخښنه وغواړی الله ج توبه قبلوونکی یا د خلکو فریاد اوریدونکی او منونکی دی. یادونه : د النصر په دی مبارکه سوره… نور لوستل »

غ.حضرت

بیانزی صاحب! اصیل مؤمنین هغه آیاتِ کریمه ته د زړه له کومی عقیده لری کوم چی تا ئی یادونه کړی ده امّا ستا او د هغوی د تعبیر او تأویل او تفسیر تر منځ ډېرستر واټن پروت دی. ستا تعبیر یو بچګانه تعبیر دی چی ددې آیاتِ کریمه تحقق فقط د طالب په لمن او د افغان پر خاوره د صدق وړ بولې حال دا چی دا آیات یو جهانی او هغه هم په یوه ځانګړې فضاء او ځانګړو شرائطو او ځانګړی زمان کی د وقوع او تعبیر وړ دی.ستا تعبیر هغو کسانو ته ورته دی کوم چی د دین… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x