اسلام اباد د پاکستان، چين او افغانستان د درې اړخيزې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران نن د درې اړخيزې غونډې پر مهال د افغانستان امنیتي حالاتو او سولې پروسه کې د همکاريو په اړه بحث کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسلام اباد په درې اړخيزه ناسته کې به د امریکا او طالبانو په خبرو او د سولې په برخه کې د پاکستان په همکاريو بحث وشي.

د چين، پاکستان او افغانستان د درې اړخيزې غونډې درېيمه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره کيږي او تر دې وړاندې دغه ډوله درې اړخيزه ناسته په چين او بله په کابل کې هم شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اسلام اباد کې د غونډې له پيلېدو وړاندې خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان امنيت او ثبات سره د ټولې سيمې امنيت او ثبات تړلی دی او بايد ټول لوري ورته په ګډه کار وکړي.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اسلام اباد په ناسته کې به په دې بحث وشي، چې د افغانستان روانې کشالې ته څنګه يو سياسي حل راوويستل شي.

د چين، افغانستان او پاکستان درې اړخيزه ناسته په داسې مهال جوړيږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له نهو مياشتو او نهوو پړاوو مذاکراتو وروسته د هوکړې مسوده چمتو شوې ده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د نهم پړاو له مذاکراتو وروسته کابل ته راغلی و، دلته يې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د يادې مسودې په منلو بحثونه کړي وو، خو دغه بحثونه بې ګټې ثابت شول او اشرف غني د سولې له مسودې سره پر خپل مخالفت ټينګار کړی دی.

زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر دوه ورځې وړاندې له طالبانو سره د نورو مذاکراتو لپاره قطر ته تللي او هلته يې د طالبانو د سياسي مرستيال او سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له مرکچي پلاوي سره خبرې پيل کړي دي.

ويل کيږي، چې دواړه لوري د هوکړې په راتلونکو ګامونو خبرې کوي، خو د دغو خبرو جزئيات رسنيو ته نه دي راوتلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ترڅو چی د پاکستان ژمنی او عمل کی فرق نه وی راغلی موږ افغانانو ته نده پکار چی د دوی په غونډو او مجلسونو ته هیلی ولری نو موږ باید د پاکستان د سیاست اړه خوشباوری ونکړو ځکه پاکستان په ۴۰ کالو کی موږ سره د دوست په جامه کی دښمنی کړی چی تاریخ کی تور کرښو لیکل شوی.