افغانستان

پکتيا: نامعلومو وسله والو شپږ خبريالان تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): په پکتيا ولايت کې نامعلومو وسله والو د بيلابيلو رسنيو شپږ خبريالان تښتولي دي.

راپورونه وايي چې تيره ورځ ماسپيښن شپږ تنه خبريالان چې د پکتيکا ولايت څخه د پکتيا مرکز ګرديز ته په لاره وو، د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سيمه کې نامعلومو وسله والو له موټر څخه ښکته کړي او له ځان سره يې بېولي دي.

د پکتيکا امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد ارين پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې د تښتول شويو خبريالانو د موندلو هڅې روانې دي.

په دغو تښتول شويو خبريالانو کې د ياران راډيو ريیس اسدالله صميم او خبريال وهاب، د کليډ راديو خبریال خير الدين ذکي، د ميلمه راډيو خبريال الهام، د ملي راډيو تلويزيون خبريال طارق ذکي او د پښتون غږ راډيو خبريال رؤف ذهين شامل دي.

تر اوسه د دغو تښتول شويو خبريالانو تښتونکي او د تښتونې لامل نه دی معلوم شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د خوست ملي امنيت په دغه ولايت کې د محمد رحيم سکندر او حبيب کامران په نامه
دوه تنه خبريالان نيولي وو چې وروسته يې راخوشې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

نامعلومه وسله وال ندی، دا د طالبانو کار دی. نا معلومه وسله وال پدی خبریالانو څه کوی عجیب خلک یاستی.

گل محمد نوری

ټولو رسانیو دا خبره کړی ده او طالبانو رسانیو ته په لیږلی پیغام کی لیکلی چی یاد خبریالان دوی تښتولی دی ماته چی ښکاری اوس طالبان هم د هندی فلمی بادمعاشانو اکتونه شروع کړی کله ولسی خلک برمته کوی، کله ډاکټران برمته کوی او کله کله انجنیران یا ماین پاکی موسسی کسان او راشی دیته به کومه خبره کوی، اکثره اوقات داسی کارونه چی طالبانو پکی ملامت ګڼل کیږی د نن ټکی آسیا سایت هغه خبره نه نشر کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x