
د افغانستان سولې په اړه درې اړخيزې ناستې څومره ګټورې دي؟
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل)د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان سولې په اړه درېيمه درې اړخيزه ناسته نن په اسلام اباد کې پيل شوې. په دغه ناسته کې به د افغانستان سولې، امنيتي همکارۍ او تروریزم په اړه بحثونه کيږي.
دا درې اړخيزه ناسته په داسې حال کې کيږي، چې د افغانستان کشالې د حل لپاره د امریکا او طالبانو خبرې د نهايي کېدو په درشل کې دي، د سولې مسوده نهايي شوې او په لنډ وخت کې به يې د لاسليک او اعلان نېټه هم اعلان شي.
بل لور ته سيمه کې د کشمير پر سر د هند او پاکستان اړيکې نورې هم ترينګلې شوي، چې د سيمې په امنيت او ثبات هم اغېز کولی شي.
د افغانستان سولې او امنيتي وضعيت په اړه د دې ناستې کوربه توب د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي کوي، د چين پلاوی د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د افغانستان پلاوی د د بهرنيو چارو د سرپرست وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ په دغه ناسته کې ګډون کوي.
ټاکل شوې وه، چې د چين د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ نوي ډيلي ته سفر وکړي، خو دغه سفر يې ځنډولی او اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ګډ حکومت سرپرست وزير تېره ورځ په دغه ناسته له ګډونه بښنه غوښتې وه او بايد د هغه مرستيال ورغلی وای، خو وروسته يې د پاکستان په غوښتنه مهالوېش بدل کړ او په دغه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې به د افغانستان سياسي او امنيتي وضعيت، د سولې خبرو، امنيتي همکاريو، دوه اړخيزو اړيکو او تروريزم په اړه خبرې وشي.
چين، افغانستان او پاکستان له ۲۰۱۷ کال راهيسې د درې اړخيزو ناستو لړۍ پيل کړې او له دې لارې غواړي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ بایللی باور بېرته راجوړ کړي.
د درې اړخيزې ناستې لومړی پړاو ۲۰۱۷ کال کې د چين په پلازمېنې بيجينګ او دوهمه ناسته يې د تېر ۲۰۱۸ کال په ديسمبر مياشت کې په کابل کې شوې وه.
چين غواړي د درې اړخيزې ناستې په مرسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ فضا له منځه يوسي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او ګډې همکارۍ فضا رامنځته کړي او په پایله کې به يې چين په سيمه کې خپلې پيل شوې اقتصادي پروژې بشپړې کړي او د افغانستان له لارې به منځنۍ اسيا ته لاره پيدا کړي.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، د اسلام اباد په نننۍ ناسته کې به د پاکستان په تېرو ژمنو بحث وشي.
د کابل حکومت او اسلام اباد له تېرو څو کلونو راهیسې پر يوه بل د مداخلې او نه همکارۍ تورونه لګوي او د څو ځله ناستو او کنفرانسونو سربېره تر اوسه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا نه ده رامنځته شوې.
پاکستان تل وايي، د افغانستان سولې پروسه کې مرسته کوي، خو د کابل حکومت پاکستان په ناغېړي او دوه مخۍ تورنوي.
اوس، چې د کابل او واشنګټن اړيکې تر ډېره پيکه، بلکې ترينګلې دي، امریکا د سولې په اړه د پاکستان له هڅو راضي ده او چين هم پاکستان په سيمه کې خپل مهم متحد هېواد بولي، دا امکان د نشت برابر دی، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته شي او د چين دغه سنډا په څپر وخېژي.