افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له طالبانو سره سیاسي هوکړه د معاملې په معنی نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې طالبان او امریکا د شوي توافق  لاسلیک ته شېبې شماري، د امریکا دفاع وزیر ډاډ ورکوي، چې هیواد یې له طالبانو سره معامله نه ده کړې، بلکې یوې سیاسي هوکړې ته ورسره رسېدلي.

مارک ایسپر چې له خپل برتانوي سیال سره یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « امریکا له طالبانو سره یوه ښه هوکړه کوي، داسې یوه هوکړه چې دنورو هیوادونو د امنیت او ثبات د ضمانت تر څنګ د افغانستان د خلګو راتلونکې ورسره روښانه او ثبات یې ورسره تضمین شي».

ایسپر زیاته کړه « د امریکا متحده ایالات اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې له طالبانو سره د هوکړې تر ټولو غوره لار سیاسي لاره ده نو له همدې امله هڅه کوي په دې برخه کې مخ په وړاندې ولاړ شي».

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال له طالبانو سره له شوې هوکړې دفاع کوي، چې ګډ حکومت وایي، دې هوکړې اندېښمن کړی او په دې برخه کې کافي وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د ګډ حکومت ویاند «صدیق صدیقي» څه موده وړاندې ویلي وو، حکومت یې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي؛ خو د طالبانو او امریکا په هوکړه کې لا هم د ځیني امریکايي سناتورانو او پخوانیو چارواکو په څېر دوی ته اندېښنه ور پیدا شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x