افغانستان

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، نن ورځ غرمه مهال یې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره یو ځای نیولې او د ګډ حکومت امنیتي ځواکونه یې تېښتې ته اړ کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر پاڼه لیکلي « نن مازدیګر دکندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ مرکز او ټولې امنیتي پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې. ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي او ټپیان دي، باقي پاتې تښتېدلي دي.»

یاده دې وي، چې د کندز ولایت چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دشت ارچي ولسوالۍ د فراه له اناردرې ولسوالۍ وروسته دوهمه ولسوالۍ ده چې په تېرو دوو ورځو کې حکومت خپل کنټرول پرې له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح القریب . ژپاړه: د الله ج نصرت سره فتحی نزدی یعنی پیل کیږی

اجمل

بیانزی ته: سوله موله مو څه شوه. ما نه درته ویل چی لږ سیاست زده کړی. اوس ورته ### ټینګه کړی.

Karwan

اجمله که پنځوس کاله نور هم امريکايان دلته وجنګيږي، بيا به هم دوي دا ملک پريږدي او سړل کيږي به، ځکه چه دا ملک دافغانانو دي!! اففانان به تر هغو خپل جهادد اشغالګرو په مقابل کي جاري ساتي تر ځو دغه دبشريت دوښمنان د افغانستان ځخه ورک کړي. ستاسي فاسيدي اداري له اوله سوله نه غوښته، نو اوس دمجاههدينوخرپ او ترپ ته ښه کونه ټينګه کړي. کاروان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x