افغانستان

“دوستم شمال ته تلونکي پښتانه د طالبانو په تور وژني او شکنجه کوي”

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې طالبانو د هیواد په شمالي ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، په شمال کې مېشت د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» شمال ته تلونکي پښتانه له موټرو ښکته کوي او د طالبانو په تور یې وژني او شکنجه کوي.

په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې ګڼ شمېر کسان چې د پښتنو په سیمو کې دود جامې یې په تن دي د وسلوالو کسانو تر منځ لاس تړلې کېنول شوي.

د مشرانو جرګې غړي او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو پخوانی استازی «محمد هاشم الکوزی» په دې تړاو وايي « د جنرال عبدالرشید دوستم شخصي ملېشو د جوزجان __ سرپل پر لاره په لسګونه هغه پښتانه چې قندهارۍ خولۍ ئی لرلې، نیولي چې له جملې یو شمیر په ډیره بې رحمۍ سره وژلي او یو شمیر نور ئی له ځان سره بېولي دي.»

هاشم الکوزي د هلمند د ولسونو په استازيتوب د دوستمي ملېشو یاد ګام غندلی او له نوموړي یې غوښتي، چې د طالبانو په ضد دې د اساسي قانون په چوکاټ کې د دولتي ځواکونو له ادرسه عملیات وکړي او له خپلسرو بریدونو دې لاس واخلي.

نوموړي ددې تر څنګ د ګډ حکومت له امنیتي چارواکو هیله کړې؛ څو ددې ډول خپلسرو عملیاتو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ددوستم کافر مخه باید ونیول شی دامرتد دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x