افغانستان

عامې روغتیا وزارت: په تېر یوه کال کې ۱۶ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزات وایي، په تېرو دوولسو میاشتو کې د روانو جګړو له امله ۱۶۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اسپوتنیک خبري اژانس د عامې روغتیا د بېړنیو پېښو د رییس «میرلیث مصطفی» له قوله لیکلي « په تېرو دوولسو میاشتو کې د ۳۷۱۷ بېلابېلو امنیتي پېښو په پایله کې ۳۱۱۰ ولسي وګړي وژل شوی او ۱۳۵۱۱ نور ټپيان دي».

مصطفی زیاته کړه «  په وژل شویو کسانو کې ۱۴۱ مېرمنې او ۲۹۶۹ نارینه شامل دي او د ټپيانو له ډلې یې بیا ۲۴۱ مېرمنې او ۱۲۲۷۰ نارینه دي».

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د خپلو بهرنیو همسنګرو په ملتیا د هیواد په بېلابېلو برخو کې شپنیو عملیاتو او بمباریو ته زور ورکړی، چې تر ډېره ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

همدا تېره ورځ د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو د ولسي وګړو دوه کورونه په بمونو الوزلي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x