افغانستان

طالبان لا هم د پلخمري ښار کې په جګړه بوخت دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په مرکز «پلخمري» ښار باندې د طالبانو له همغږي برید اووه ورځې تېرېږي؛ خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی، ولایت مقام ته نږدې سیمې تصفیه کړي او طالبان له ښار په شا کړي.

د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکو له طلوع نیوز سره په خبرو کې د پلخمري ښار حالت د حکومت لپاره د شرم وړ بولي او ګیله کوي، چې تر دې دمه هيڅ لوړپوړی امنیتي چارواکی ددې ښار د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه نه دی ورغلی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، په مرکز باندې یې د محاصرې کړۍ نوره هم ټینګه کړې او ولایت مقام ته نږدې امنیتې پوستې یې سقوط کړې.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت د عامې روغتیا رییس « محب‌الله حبیب» وايي، تر دې دمه د ۴۲ تنو جسدونه او ۱۰۲ ټپیان ور وړل شوي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې طالبانو د هیواد په شمالي ولایتونو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی او تر دې دمه یې د کندز دشت ارچي او د فراه اناردره ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو له کنټروله ایستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا بی هدفه جنګونه چی صرف بربادی او د بیګناه خلکو د وژلو سبب کرځی دا نه جهاد دی او نه هم کومه شهکاری. داسی اعمال لکه د هندی د فلمونو ډاکوان چی حملی کوی بربادی منځ راوړی او بیا تښتی، داسی کړنه د طالبانو حیثیب او عزت ته نور هم تاوان رسوی. خو طالب مشران بیا پدی نظر دی چی پدی صورت کی به څه د آینده لپاره په لاس راوړو هغوی د خلکو وژل او د ولس په بربادی پسی نګرځی.

Karwan

دتاسي غلامه اداره ايا دخلکووژل او د ولس په بربادي پسي ګرځي؟ تاسو په لري پرتو منطيقو ځه ناتار جوړکړي! لعنت دوي په تا مفسيد. کاروان

گل محمد نوری

کچیری د افغانانو په وژلو یو څوک اتل کیدلی نو ګلبدین او ربانی به اتل وو مګر یوه خبره باید وکړم چی موږ باید افغان وژنی ته جهاد ونه وایو ځکه دا ډول وژنو ته قتل وایی او د قاتل سړی د یو شخصی هدف لپاره کوی.

کله چی یو شخص کلیمه وایی او لمونځ ادا کوی په هغه باندی د کفر ټاپه لګول ګناه ده.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x