افغانستان

طالبان: د بین الافغاني مذاکراتو ناستې به په بېلابېلو هیوادونو کې ترسره شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي او تمه ده په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ طالبانو د تېر په څېر د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته تیاری ښودلی او یاده کړې یې، چې ددې مذاکراتو ناستې به په بېلا بېلو هیوادونو کې ترسره شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دبین الافغاني مذاکراتو په اړه تراوسه فیصله نه ده شوې چې چیرې به کیږي. کیدای شي چې د بین الافغاني مذاکراتو متعددې غون‌‌‌‌‌‌ډې په بیلابیلو هیوادونو کې ترسره شي.»

طالبان داسې مهال بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری ښيي، چې ګډ حکومت لا تر دې دمه ددې مذاکراتو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی او د سرچینو په خبره، د پلاوي د تشکیل په برخه کې د حکومت او سیاسیونو تر منځ ژور اختلافات موجود دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د پلاوي په تشکیل کې د حکومت له لوري ځنډ د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې طالبان تر حکومت فعال یاد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

اوس خو ثابته شوه چی کچیری طالبان سل ځله هم هر چا سره خبری وکړی کومه فایده نلری تر هغو چی حکومت پکی شریک نوي. او دا هم ثابته شوه چی طالبان دی د امارت خوب له سره وباسی، اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی او هم دنیاوال نغواړی چی یو ملک دی د څو متعصبه او ممسکه ملایانو په لاس کی وولیږی. طالبان دی د افغانستان لاس ته راوړنی ته احترام وکړی، دلته د نسبی آزادی راغلی، کار شوی دری نیم لکه منظمه اردو جوړه شوی دا ټول نباید د پنجاب د اهدافو ښکار وګرځی. طالبانو تر اوسه کومه… نور لوستل »

Karwan

اجمله ته که پښتون ئي، که تاجک او يا د کوم بل ټبر، واضيح درته وايم چه يو د ### ئي، په تا او ستا په مور او پلار ## وي، يو ## همداسي ليکني کوي. ستا غوندي يو بيتربيه دالکوزي په نوم هم له خارج نه مرکي کوي اوخلک توهين کوي. ته چه طاليبانو ته دبي فرهنګه او بي هويته خطاب کوي. نو اوس راته ووايه چه ته کوم فرهنګ او هويت لري؟ يو دکوځي ## ئي. ستا دغلامي اداري کومي لاسته راوړني او ازادي. ژورناليستان مو يا په پيسو اخيستي او یا ئي په مرګ باندي تهديد کوي.… نور لوستل »

گل محمد نوری

په پښتو کی یو متل یا معقوله یا شعر ده چی وایی: چی ته ووایی زه یم او زه ووایم زه یم. نه به ته یی نه به زه یم چی ته ووایی چی ته یی او زه ووایم چی ته یی. هم به زه یم او هم به ته یی زما مطلب دا چی طالبان باید دا ونه وایی چی بدون له افغان دولت موږ له امریکا سره خبرو کی نتیجی ته رسیږو ځکه دلته نظام ده که هغه هر ډول وی مګر نظامی، سیاسی، اقتصادی مشروعیت ټولو نړیوالو ته لری مګر طالبان بی پاکستان او سعودی څخه تر… نور لوستل »

اجمل

نور چکرونه هم خلاص شول. خدای مکړه چی د قطر دفتر هم در باندی بند نشی. څومره په هوا روان وی یوه ورځ مو دا فکر ونکړ چی د قطر د دفتر خرڅ څوک ورکوی، چا دا دفتر جوړ کړی. عباس بیا په فکر د دی کی وه چی څنګه افغان اردو ړنګه او ختمه کړی او د پنجابیان پلانونه تطبیق یو پر بل پسی تطبیق کړی. سړی سیاست کوی، لږ ګذشت کوی ته او خدای دا به کوم منطق ومنی چی له یوی خوا د سولی خبری کوی، او له بلی خوا په ښارونو حملی، داسی مو هم فکر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x