
د خلیلزاد د خوب تعبیر
حفيظ الدين پيرزاده
ابله ورځ خلیلزاد له طلوع نیوز سرہ یوہ اوږدہ مرکه درلودہ.
ھغه ځیرک سیاستوال دی، ټولې خبرې یې له ابھام، کونجکاوۍ او داسې ځوابونو ډکې وې چې موږ یې له خبرو د مذاکراتو په اړہ د ھیڅ مھمې پریکړې په رابطه کوټلی او دقیق ځواب تر لاسه نه کړ!
ھغه په پیل کې په ھغو لاملونو وغږید کومو چې د ھغه په قول، امریکا په افغانستان کې فوځي مداخلې ته اړہ کړې وہ.
بیا یې ھغه څلور نکات په گوته کړل چې قطر کې پرې توافق شوی او یواځې د ټرمپ لاسلیک ته شیبې څاري.
دا چې خلیلزاد په دې اړہ څه وویل، زہ پرې د گرانو لوستونکیو وخت نه ضائع کوم، ځکه ھغه شیان ټولو تکراري لیدلي او لوستي!
زہ به دلته د خلیلزاد په ځینو ھغو خبرو رڼا واچوم چې له خبرو یې استنباط کیدای شي:
۱- خلیلزاد وایي: موږ او کابل ادارې نولس کاله ھڅه وکړہ چې طالبان مات کړو، خو و نه شوہ ( اما نشد ).
دا خبرہ په حقیقت کې پخپلې مطلقې ماتې بربنډ اعتراف دی!!
۲- خلیلزاد وایي: ما ایله د نھه لسو میاشتو د ناستې پاستې په نتیجه کې طالبان وپیژندل، ھغوی د چا ( پاکستان ) عسکر نه دي، افغانان دي او ښه خلک دي.
په غرب کې د سیاسي مسایلو د تحلیل پنډتانو او د ھغوی له فکر څخه متأثرہ شویو د ھغوی افغاني جمبوریانو به ویل: طالب د امریکا سړی دی چې د امریکا غلام پاکستان په مرسته یې د امریکا په ایماء او اشارہ په وطن کې امنیت خراب کړی تر څو امریکا ته دلته د پاته کیدو چانس پیدا شي، تر څو دولت کمزوری وي او کمزوری پاته شي چې د خپل ځان د بقا لپارہ به مجبور وي له امریکې سرہ ھر راز قرارداد امضاء کړي.
خلیلزاد په امریکائي لوړ پوړیو چارواکیو کې د افغان مسئلې تر ټولو خبیر او پوہ کس دی، دا چې ھغه تر اوسه طالبان سم نه پیژندل نو نور امریکائي چارواکي خو یې په طریقه اولیٰ نه پیژني!
د خلیلزاد اعتراف د دا رنگ تحلیلگرو پر مخونو د لاړو پر تو کولو د ھغوی پر فرضیې د بطلان کرښه را کاږي.
امریکائي لوړ پوړي چارواکي یې پیژني نه او تحلیگران وایي، طالبان د ھغوی خلک دي!!!! یا لِلعجب!!
۳- خلیلزاد د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کابل ادارہ د مذاکراتو د مسودې د ویټو حق لري، خبرہ اخوا دیخوا ویوړہ، نه یې د ھو ځواب ورکړ او نه د نَه!!
زما په اند دا یوہ بې ځایه پوښتنه وہ. له دې پوښتنې مخکې خلیلزاد وویل: د ارگ مشرانو ته یې د مسودې کاپي د امنیتي ملحوظاتو په خاطر نه دہ ورکړې، یواځې د لوستلو چانس یې ورکړی!
چې د اعتماد کچه داسې وي نو ویټو د کومه راغله؟!
وایي چا کلي کې نه پریښود، خو ھغه ویل: اس مې د خان کرہ وتړئ!!
۴- که واشنگټن د خلیلزاد د سولې له مسودې سرہ موافقت وښئیي نو د کابل ادارې سوله ضد دریځ به ھم یو سل او اتیا درجې تغیر وکړي. ان شاء الله
تیرو حوادثو ښودلې چې د غني سیاسي شخصیت ثبات نه لري او د لږ فشار په مقابل کې ډیر ژر انعطاف ښئیي.
۵- ژبنی خطا که نوښت؟
خلیلزاد د مصاحبې په یوہ برخه کې چې ما په مکررہ توگه واوریدله د جناب ریس جمھور ډاکتر غني پر ځای جناب ریس جمھور ډاکتر فني وایي؛ که دا د خلیلزاد ژبنی لکنت وي نو دا د قضیې تخنیکي اړخ دی خو که دا د خلیلزاد نوښت وي نو بیا دې جناب مفکر صیب ته دا نوی تخلص مبارک وي، ځکه فني په انگریزۍ ژبه کې ټوکي ته وایي. رښتیا خبرہ ھم دا دہ چې د خپل قدرت پر مھال چې څومرہ ټوکې غنې له خپل ولس او پخپل ولس پورې وکړې ښایې د گوډاگي مشرانو په کتار کې یې نظیر او بدیل کم پیدا شي، ښایي ھمدا لامل وي چې د غني پلویانو ته ھم فني صیب بې بدیله ښکاري!!
۶- ما د خلیلزاد ډیرې مرکې اوریدلې او لیدلي دي.
له طلوع سرہ یې دا مرکه تر نورو ھغو متفاوته وہ!
دا ځل یې په خبرو کې تر ډیرہ له داسې کلماتو کار اخیسته لکه بخیر، خدا کند، خدای ناخواسته او نورې.
دا کار ھغه پخوا نه کاوہ، نه پوھیږم چې دا تغیر به د کومو مجالسو اثر وي؛ خوشال بابا خو وایي:
له خوشال سرہ که کیني یو څو کاله
دا د غرہ خټک به واړہ شاعران شي
_______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن
مګر لیکوال پیرزاد صاحب یو خبره باندی بیخی ځان تیر کړ چی ویلی وو چی د امارت راتګ د امریکا او نوری نړی ته سره کرښه ده یعنی امریکا د امارت حکومت نه منی. کله چی لیکل کوی ټولی خبرو باندی تبصیری کوی چی ولس پوه شی تاسی خپواک کسان یاست نباید داسی لیکنی وکړی چی په تاسی باندی هم خلکو شک او تردی زیاد شی.
ځینی رسانی په تیره بیا پژواک ویلی چی ټرمپ په ۹۰ دقیقه کی سوله ته منفی لغته ورکړه یعنی د سولی پروسه لغوه کړ.