ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه بې ساري اعلان کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو سره د سولې کول بې ګټې دي، هغوی د خپل کاذب ځواک ښودو لپاره زموږ يو غښتلی عسکر او يوولس نور کسان وژلي دي.

ټرمپ وايي، څوک، چې دومره بې ګناه خلک وژلی شي، ښايي د دې توان هم ونه لري، چې د سولې يوه ګټوره او با مفهومه هوکړه ورسره لاسليک شي.

هغوی به تر څو لسيزو نور جګړې ته دوام ورکړي؟

د امریکا ولسمشر وايي، هېڅوک نه وو خبر، چې د طالبانو ځينې لوړپوړي مشران او د افغانستان ولسمشر اشرف غني به نن په کمپ ډيويډ کې له ما سره جلا جلا ملاقات وکړي، خو د طالبانو د وروستي برید له امله ما دغه ملاقات او د سولې خبرې لغوه کړې.

وړمه ورځ طالبانو د کابل ښار شش درک سيمه کې د استخباراتو څلوېښتم رياست ته څېرمه د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری برید وکړ.

طالبانو ويلي و، په دغه سرتيري برید کې ۱۲ بهرنيان او اته د ملي امنيت کارکوونکي وژلي، خو حکومت ويلي و، په دې پېښه کې دولس ملکيان وژل شوي دي.

ناټو ويلي و، په دې چاودنه کې يې دوه عسکر وژل شوي، چې يو د رومانيا او بل يې امریکايی دی.

طالبانو د ټرمپ وروستيو څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دجال چه هر څومره پیاوړی شی د الله ج د لشکرو سره جنګ نه شی کولای . په دغه دوه لسیزو کی یی د خپل اخری وحشت څخه کار واخست څه ګټه یی ترلاسه نه کړه. تر دی چه طالب مجاهدینو ته په ننواتو او ګونډو شول. طالبانو ورته د روغی جوړی وړاندیز نه وو کړی دا چه د اشغالګرو کفارو له خوا د روغی جوړی د پاره نه یواځی وړاندیز بلکه ننواتی کیدلی طالبانو په قرانی قومانده یی مشروط ومنلی مشروط په دی معنی چه کفر حق پټونی ته وایی دروغ، غلا او درغلی په کفر کی هنر او… نور لوستل »

Sakhi
میلمه
Sakhi

د امریکا جمهور رییس ټرمپ د سولی خبری لغوه اعلان کری چه متاسفانه بعضی په نامه مسلمان افغانانو په دی تصمیم سره خوښی و ښودله اما د ټرمپ وینا ته ځیر ندی چه ټرمپ ځه ویلیدی (ټرمپ ویلیدی چه طالبان زمونژ یو غښتلی عسکر او ۱۱ نور کسان چه اشاره هغه خارجیانوته ده چه په هغه حمله کی چه ورباندی وشوه وژل شوی وو پدی وینا کی اصلا و ژل شوی افغانانو ته اشاره هم نده شوی چه دا یو توهین دی د افغانانو لپاره ) ای هغو افغانانو چه په امریکایانو مو ایمان راوری د خدای (ج) نه ووریژی… نور لوستل »

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

قسم په الله چی موژ لا دی مبارزی نه یو ستړی
ورته د لیونغرت زو لګ پوځ دی نور هم راولیګه چی زمونګ بیشمیره استشهادیان د انتظار شیبو ستړی کړی دی

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

موژ به ستاسی امریکایانو په غاړو کی ګلان هیس کلا وانه چو الی بمونه او باروت
موژ به د سر په کسه کی اوبه درکړو

هدی
میلمه
هدی

د امریکې د دوولسو عسکرو پر وژلو د سولي پروسه لغوه کیږي او زموږ د ولس بې ګناه وګړي چي هره ورځ په ناحقه بمباریږي، ښځي یې بې عفته کیږي ، د یوې کورنۍ څلور کسان په یوه ورځ وژل کیږي ، هغه هیڅ دي؟! بهانه ولي نه سي؟ د دې کفارو سره په رشتیا سوله نه کیږي، بلکي همداسي د وژلو له لاري باید نابود کړل سي.

اجمل
میلمه
اجمل

کچیری دا د قطر دفتر هم دوی پر تاسو بند کړی بیا به مو څوک آواز هم نه اوری. له یوی خوا ژمی له بلی خوا د ټولو شیانو قطع کیدل. فقط ## ټینګه کړی نور خو کومه لار نشته.