امريکايي وحشي پوځيان به بيا هم زموږ له هيواده ډېر ژر وزي

استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

لکه چي په افغانستان کي د سولي په اړه د امريکايانو او طابانو د خبرو په بهير کي څرګندېده امريکايي طواغيتو د سولي پر ضد ډول ډول ضد او نقيضي څرګندوني کولې. له دې څخه په ډاګه کېده چي ټرمپ پر يوه خوا وو او نور امريکايي او افغاني سوله ضد عناصر پر بله خوا ول. او دا هم ښکارېده چي د سولي مخالفينو ټرمپ  په خپل هوډ او دريځ کي وتردد کړی دی. ځکه نو د سولي د خبرو د پای ته رسېدو په شېبو کي او په دې اړه د توافقليک د لاسليکېدو د مهال په راتلو سره  د ټرمپ له خوا په ناڅاپي ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو د درولو امر څه عجيبه خبره نه ده. دا چي امريکايي طاغوت ټرمپ د طالبانو له خوا د یوه امریکايي سرتېري په ګډون د ۱۲ کسانو وژل پلمه کوي دا هسي اوتي بوتي دي.

لکه چي پوهيږو د سولي د خبرو سره هممهاله امريکايانو په ډېر شدت سره زموږ د ملکي خلکو مرګ ژوبله او د هغو د کورونو، شتمنيو او درناوي وړ اماکنو بمباردول او ورانول پيل کړه چي له بده مرغه تر همدې نن ورځي پوري په پرله پسې توګه دوام لري(دغسي وروستی جنايت يې د وردګو ولايت په جغتو کي کړی دی).

له دې بېشرمو جنايتونو څخه د دوی موخه داوه چي افغانان متقابل عمل او غچ اخيستلو ته وهڅوي او بيا يې د سولي د خبرو په يوه حساسه مقطع کي له سولي څخه د پر شاکېدو پلمه کړي.

هر عمل عکس العمل لري. که امريکايي ځناورو دغسي جنايتونه نه وای پيل کړي، افغانانو به هم پر دوی باندي غچ اخيستونکي بريدونه نه کولای.

په هر صورت د امريکا د طاغوت دغسي موضع غوره کول د افغانانو د موضع او غوښتنو د حقانيت او د امريکې پر مرکچي پلاوي باندي د طالبانو د معنوي برلاسۍ او معقوليت او پر امريکايي طواغيتو باندي له هر اړخيزي لوړتيا څخه استازولي کوي. موږ پر دې باور او ډاډ لرو چي امريکايان هر څومره بې حيايی او پلمي وکړي او ځانونه ايسه او دوری کړي او نړيوال پر ځانونو وخندوي بيا به هم په پايله کي که خدای کول په ډېر نژدې مهال کي پر باطل باندي د حق او حقيقت د بري زېري اورو.

اوس چي تر کومه ځايه زه پوهېږم امريکايي ښکېلاکګران لکه چي د ګران هيواد د غيورو خلکو سره په نابرابره جګړه کي په شرمېدلې ماته ، مات دي، دادی اوس په سياسي ډګر کي هم په شرمېدلې ماته سره دغسي مات سوي دي او دغسي پلمې لټوي.

درنو دوستانو !

حقيقت دادی چي امريکايي ځناور نور دلته د جنګ وس نه لري او نه يې د لګښتونو لپاره څه ور سره پاته دي (د مالي او اقتصادي افلاس سره سخت لاس او ګريوان دي او تريلينونه ډالر پوروړي دي)، نو زه خپلو ګرانو او زورېدلو هيوادوالو ته ډاډ ورکوم چي زموږ له دې مقدسي خاوري څخه امريکايي ځناور پوځيان به ان شاء الله په دې نژدې وختونو کي تر دې لا په شرمو شر مېدلي تښتي.

د دې خبري دلايل بېخي ډېر دي او ما دمخه ويلي دي، خو دلته به يې څو په لنډو ټکو کي بيان کړم:

د امريکې خلک دې اوږدې جګړې داسي ستړي کړي او په عذاب کړي دي چي تر پوزي يې راوستلي دي. حقيقت دادی چي له هاغه ماوراء بحار څخه پر افغانستان غوندي هيواد باندي اشغالګرانه واک ټينګول، دلته د امريکايي پوځ دغومره اوږده موده مصروفېدل، پر دې چاره د دوی تريلينونه ډالر لګېدل (د امريکايانو رسمي سرچينې وايي چي په افغانستان کي د دوی د پوځ د هري مياشتي لګښت څلور مليارډه ډالر دی او پر دې سر بېره نور ډېر لګښتونه هم کوي)، د دوی د عسکرو پرله پسې مرګ ژوبله، د دوی د بې خرتو ډېرو سپکو او درنو وسلو او جګړه ييزو وسايلو ويجاړېدل او استهلاکېدل، د دې اوږدې جګړې له امله په درسته نړۍ کي د دوی نوم بدېدل او بالاخره هم دلته د جګړې د ګټلو چانس په خوب لا نه ليدل، ډا ټول هغه څه دي چي ټول امريکايان يې د ناهيلۍ، ستړيا، ذلالت او سختو پرېشانيو سره مخامخ کړي دي. اوس هر امريکايي ته له ټرمپ څخه نيولې تر تروروستي فرده په عين اليقين سره جوته سوې ده چي په افغانستان کي دوی ته د دغي خونړۍ او فاجعه زېږوونکي جګړې ګټل سخت ناشونی کار دی او « خيالست ومحالست وجنون ».

دا بېهوده او بې پايلي اوږده خونړۍ او د درنو لګښتونو جګړه د امريکې د ولس پر اوږو باندي يو داسي دروند پېټی دی چي نور يې نه سي وړلای. د دې جګړې ګټه صرف  يو شمېر هغو داړه مارانو ته رسيږي چي په دې خړو اوبو کي د خپلي خوښي کبان نيسي، د جګړې په بهير کي بدي ګټي ترلاسه کوي، ډول ډول امتيازونه اخلي او په ډول ډول لارو چارو د امريکې د ولس پيسې په بډه وهي.

ټرمپ د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دا درک کړې وه چي د پورتنيو ستونزو او دلايلو پر بنسټ امريکايان نه غواړي د دوی عسکر په افغانستان کي د هيڅ لپاره ووژل سي او د دوی مالیې هلته پرله پسې بې ځايه مصرف سي. ځکه نو ټرمپ ولسمشرۍ ته د رسېدو رمز په دې کي ليدی چي امريکايانو ته وعده ورکړي چي د برياليتوب په صورت کي به امريکايي پوځونه له افغانستان څخه باسي. له دې امله هغه بريالی هم سو. نو اوس که ټرمپ همدغسي پر دې خپله نټه ودريږي او بيا هم د امريکې د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشريزو ټاکنو پوري خپل اشغالګر پوځ له دې هيواده ونه باسي خپلو خلکو ته بې وعدې کيږي او هغوی يې د بيا ټاکلو لپاره رايه نه ورکوي، ځکه نو دی اړ دی زموږ له هيواد څخه پوځونه بهر کړي.

بل، لکه چي خبر يو سر له همدې اوسه د دوی د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو نور نوماندان وايي چي د برياليتوب په صورت کي به د دوی لومړی کار له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو را ايستل وي. نو که ټرمپ په دې اړه خپله وعده پوره نه کړي، پر ځای به يې بل څوک له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د بيرته ورغوښتلو په باب د دې ژمني په ورکولو سره ولسمشر سي او هغه به زموږ له هيواد څخه خپل پوځي ځواکونه باسي.

بله خبره داده چي موږ الحمد الله مسلمانان يو او پر لوی څښتن او د هغه پر سپېڅلي کلام قرآن کريم باندي عقيده لرو او څه چي قرآن وايي هغه هم کيږي. قرآن کريم موږ ته فرمايي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [الأنفال:36].

ژباړه: کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى ، هغوى خپلي شتمنۍ د دې لپاره لګوي چي خلک (مومنان) د الله له لاري (او پر خداى او د هغه پر پيغمبر باندي له ايمان) څخه راوګرځوي. دوى خو به په دې لار کي خپل مالونه ولګوي، مګر بيا به د دوى د دغو لګښتونو پايله هغو ته د افسوس او پښېمانۍ لامل وګرځي (ځکه مالونه به يې له لاسه ووزي او هغو هيلو ته به هيڅ ونه رسيږي) او پاى به دا کسان (د مومنانو په وړاندي) مغلوب (او د ماتي سره مخامخ) سي. او د غه کافران به (په آخرت کي) د جهنم دوږخ لور ته ورټول کړى سي (او په هغه کي به عذاب ورکړه سي).

نو پورته څرګندونو او د غه مبارک آيت ته په کتو سره موږ يقين لرو چي زموږ د ګران هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو مهال ډېر را نژدې سوی دی. امريکايي وحشي پوځيان به په هر ډول چي وي زموږ له هيواده پښې سپکوي او دلته به خامخا د: (جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81))[الاسراء: ۸۱] ملکوتي آواز زمزمه کيږي. وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ.

د پورتني آيت ژباړه داده: حق (اسلام چي يوازي د الله د عبادت او پالني او د عدل او انصاف دين دي) راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل (کفر او شرک چي د ډول ډول معبودانو د عبادت، مادي پالني او ظلم دين دی) له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سي ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی).

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

الله رب العلمین دي لوړي مرتبی درکړي – ډیره صحیح مدعا دي بیان کړی ده — منافقین ، درواغجنان او د هغوی مزدوران به خامخا رسوا کیږي او ماته به حطما خوري – د الله جل جلاله په حکم سره —

هدی
میلمه
هدی

ان شاء الله چي همداسي به کیږي!

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

الحمدالله مونږ مسلمانان یوو او د الله عزوجل په وعده مو ټینګ ایمان دی،او وروستی بریا به د مجاهدینو وې ان شاءالله.

اجمل
میلمه
اجمل

ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وی. ټول ####

احمد
میلمه
احمد

اجمله؟ مونږ خو به د ګوړو په ياد خوله خوګوو
ته خپل مشران ايبليس او نيتانياوو او بوش او اوباما او ترمپ يادوه خو خداي به دي له مجاهدينو ونژغوري،

اجمل
میلمه
اجمل

احمد ته: مجاهدین خو هغوی ول چی له روسانو سره یی جهاد وکړ او تاسو هلته د ولادیمیرلینن صیب په خونه کی جمع وکړه د شمالی ټلوالو او دوستمیانو سره. ستا زړه دی چی طالب ته هم مجاهد ووایی؟ دوی نه اوس تیره ده، د دوی هغه غوره اسلحه اوس ځانمرګی بریدونه دی د خلکو په ګڼه ګوڼه کی. لدی ورسته به د قطر دفتر هم وتړل شی بیرته ستاسو لار هماغه پنجاب خواته ده د سمیع الحق څنګ ته. ماته تاسی او حکومت بیا هم وایی یو شان یی. هغوی هم خلک وژنی او تاسی هم خلک وژنی. دواړه… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

اجمله
ځان زندی کړه

مجاهد
میلمه
مجاهد

که د الله ج نصرت نه وی د طالبانو جنګ د امریکا او ناتو سره د اوسپنو نینو چیجل یعنی ناممکنه ده چه یوه ورځ یی هم مقاومت کړی وی په داسی حال کی چه څه کم نورلس کاله تر دی کچی په بریالیتوب جنګیږی چه امریکا یی د مادی امکاناتو په لرلو د ټول غرور سره په ډونګو کړه. دا د الله ج نصرت او ورپسی د طالبانو د قربانیو محصول وو. امریکا لوی دجال له مرمیو زیات ډالر کاروی چه د غمی، اجمل ، نوری، عبدالله، کوم منګل او داسی نور چه دا ټول د یوه ملحد غلام… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهد! په افغانستان کی اوسم، د چهارچنو، زمینداور، سیوری او.. سیمو د د غرکی د شلمبو، چاروغو پشه کولو او د موشکولا د یخو اوبو خوندونه می کتلی او گورم. هغه ته یی چی اروپا کی اوسی او د هغه زایه د مری گیدی د طاهر اشرفی په شان فتوا ورکوی. همیش د افغانان وژل خوند درکوی، د افغانستان پر بربادی من من غوشه اخلی دا هر سه ستا د تبصیرو خخه معلومیزی. موژ په داگه وایو چی ته یا پنجابی یی یا امریکایی او یاهم بی علمه افغانی کله یی چی بی منطقه او بی کوم شرعی دلیله دی… نور لوستل »