ډاکټر محمد عثمان تره کی، د کابل پوهنتون پخوانی استاد

سوله او شیطاني کړۍ!

دوکتور محمد عثمان تره کی

د سیاسي اصطلاحاتو په قاموس کې، شیطاني کړۍ ( دایره ) یا په بل عبارت « باطل دَور » هغه عملیي ته ویل کیږي چه په پاي کې هغه ناوړه حالت ته ورسیږو چه په پیل کې موجود وو.

کله چه ولسمشر د سولې په پرتله تاکنې ته لومړیتوب ورکوي په واقعیت کې د انتخاباتو د پایلې نه چه د ده په ګته پايته رسیږي دادمن ښکاري. دا ځکه چه د تاکنو په پروسه کې مخکې نه مخکې د اِعمال نفوذ دولونه او د دغه لارې تاکلې موخې ته د رسیدو پروګرام مهندسي شویدي.

ولسمشر او د ده ملګرو په نظر کې لري چه د دولتي امکاناتو په ګته اخیستو سره د تاکنې په پروسه کې د اِعمال نفوذ له لارې د انتخاباتو پایله پخپل ګته واړوي. سوله د انتخاباتو قرباني کړي.

د هغه انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راځي چه په کې ولسمشر پخپله کاندید دي.

اصلي خبره دا ده چه د ګن شمیر امنیتي، تخنیکي، سیاسي او پولي ستونزو سره که تاکنې ترسره شي، افغانستان هغه حالت ته رسیږي چه اوسمهال په کې قرار لري: ولسمشر چه مخکې د خپل بریالیتوب زمینه برابره کړیده، د تاکنو په پاي مخکني شعار په چیغه تکراروي جه : ملت ماته راي ورکړیدي ؟ زه د جان کیري په اوږو سپور ارګ ته نیم راغلې . . . طالبان پخپل وار پخواني ځواب تکراروي چه : موږ د اشغال محصول ولسمشر سره خبرې نکوو.

پدې دول د سیاسي تعاملاتو په ستیچ کې یو وار بیا شیطاني کړي چه په کې د ننه سوله ایسار شوې د سلهاوو تنه راي ورکونکې د وږلو او ۱۲۰ ملیون دالرو په بې ځایه لګښت په بیه سر راپورته کوي. پدې دول د سولې زخمي او په تپه دریدلې کاروان د لجاجت او ځان غوښتنې قرباني کیږي.

ټاکنو د اوسني دوزخي حالت د دوام په لامل بدلیږي.

په سیاسي قدرت باندې منګلو ښخول د افغانستان په سیاسي تاریخ کې پیږندل شوې تعامل ګنل کیږي. د تاریخ په اوږدو کې د ارګ خاوندان سیاسي قدرت ته د مقبوضه شخصي او موروثي ملکیت په بنه کتل چه باید د هغه نه د مرګ خطر په منلو سره دفاع وشي. هیڅ یو واکمن پخپله خوښه میدان حریفانو ته ندي خوښې کړې :

د محمد داؤد د کودتا ( ۱۹۷۳) نه د طالبانو د راتک د لمړي کال (۱۹۹۶) یعنې د ۲۳ کلونو په موده کې،۷ تنه د دولت رئیس یا لمړي وزیر وږل شوې دي ( اتکل په هر دري کال یو کس ).

خو اوسمهال افغانستان په یوه استثنائي حالت کې قرار لري چه ولسمشر د ورځني واقعیتونو او پیښو په بنست باندې باید استثنایي پریکړه وکړي : افغانستان پخپل معاصر تاریخ کې هیڅکله د لسهاوو بهرنيو هیوادونو تر اشغال لاندې نه وو. هیڅکله د سیمې هیوادونه زموږ په کورنیو چارو کې د جګړې له لارې دخیل نه وو.

۵۰۰ تنه د ورځني تلفاتو شمیر، اداري فساد، کورني او بهرني کدوالیتوب، د نشه یي توکو بیسارې ترویج او داسې نور . . . تریخ واقعیتونه دي چه آسماني او ځمکني قوانین مسئولیت یی د اول الامر او د دولت رئیس په غاړه ایښي. بناءً ولسمشر اسلامي، سیاسي او اخلاقي مکلفیت لري چه اوسني ناورین ته په پام سره د مخکني سیاسي تعامل چه په ترڅ کې یې یوازې د واکمن وږنه د سیاسي قدرت د انتقال لامل ګرځيدل د قبضې نه ځان وږغوري. په ولس باندې ورحمیږي. له بی ځایه لجاجت نه لاس په سر شي. پدې باندې ځان پوه کړي چه د یو واکمن زیرکتیا او معقولیت په دې کې ده جه د زاړه سیاسي دود او دستور د اسارت نه ځان لرې وساتي او د اوسنیو واقعیتونو په بنست عقلاني پریکړه وکړي. د زوړ او متروک تکتیک له لارې اوسنیو ستونزو ته د حل لارې لتول د لیونتوب نښه ده.

د وینې د سیلابونو او د وطن د لازیاتې بربادي په بیه، سوله د تاکنې قرباني کول د خلکو او وطن سره جفأ ده.

« پاي » –

فرانسه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د