خبیب نور محمدوف خپل امريکايي سيال مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د روسيې هېواد مسلمان مبارز د مارشل ارټ يا فري فايټ (UFC) سیالیو په ترڅ کې «خبيب نور محمدوف» تېره شپه د خپل امريکايي سيال پر وړاندې په ميړانه وجنګېد او هغه یې په ګونډو کړ.

د سپتمبر په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ د عربي اماراتو په ابو ظبي کې د رزمي ۲۴۲م سیالیو په ترڅ کې روسي مسلمان د خپل امريکايي سيال «دستن پویریر» پر وړاندې د UFC سياليو په لړ کې مخامخ شو.

ياده سيالۍ کې نور محمدوف د خپل سيال پر وړاندې چې تر (۱۵۰۰۰) زیات ناست لیدونکي یې درلودل دوه پړاوه غوره لوبه وکړه او د دريم پړاو په ۲مه دقیقه کې د نوموړي په راپرزولو بريالی شو او په پرلپسې ۲۸م وار يې دغه اتلولي خپله کړه.

د نور محمدوف امریکایي سیال دستن پویریر ۲۵ واره د یادو سیالیو په لړ کې میدان ته ښکته شوی چې ۲۱ واره يې بریا خپله کړې او شپږ واره مات شوی دی، خو نور محمدوف ۲۸ واره ښکته شوی او تر اوسه مات شوی نه دی.

۳۰ کلن نور محمدوف ته د یادې اتلولۍ په ګټلو سره د نوموړي د پلار عبد المناب نور محمدوف د وینا سره سم ۶ ملیونه ډالر جایزه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې چې خبیب نور محمدوف تېر کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه خپل ایرلینډي سیال «کونر مک ګریګر» ته د یو اف سي سیالیو په ترڅ کې تاریخي ماتې ورکړې وه.

خبیب نور محمدوف د یادو سیالیو په ترڅ کې ۲۸ واره میدان ته ښکته شوی او ۲۸ واره یې دغه سیالۍ ګټلې، چې په اوسني مبارزینو کې تر ټولو غوره مبارز ګڼل کیږي، نوموړی د غوره مبارزۍ ترڅنګ یوه ښه او په دین ولاړ مسلمان هم دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د