افغانستان

کندهار کې د ملي امنیت له لوري د یوه امام د وژل کېدلو په غبرګون کې لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د کندهار ښار د ددولسمې حوزې یو شمېر اوسېدونکي د ولایت مقام مخې ته راټول شوي او د خپل وژل شوی امام پوښتنه کوي.

لاریون کوونکي وايي، د دوولسمې حوزې د یوه جومات امام ملي امنیت لومړی له ځانه سره وړی او تر شکنجه کولو وروسته یې وژلی.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په دې تړاو ګروېږني کوي.

یاده دې وي، چې په کندهار ولایت کې د مخورو تښتول او په شخصي زندانونو کې ساتل لومړی ځل نه دی، تر دې وړاندې هم د یاد ولایت ګڼ شمېر کسان په شخصي زندانونو کې شکنجه شوي او مړي یې په دښتو کې غورځول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x