
ارګ د مذاکراتو د لغوه کېدلو په غبرګون کې؛ د سولې پروسې د تعقیب لپاره ټاکنې اړینې دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له طالبانو سره د سولې روان مذاکرات لغوه کړل؛ ارګ وایي، ژمن دی په راتلونکې کې له خپلو همکارانو سره د سولې په برخه کې کار وکړي؛ خو ددې پروسې د تعقیب لپاره اړینه ده لومړی ټاکنې ترسره شي.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» د روانو مذاکراتو د لغوه کېدلو پړه پر طالبانو ور اچوي او زیاتوي «موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي. د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.»
د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.
د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 8, 2019
صدیقي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سولې د پروس د تعقیب لپاره ټاکنې اړیني دي او باید د یوه منتخب او قوي حکومت تر جوړېدو وروسته د سولې پروسه په دقت وڅارل شي.
کچیری عمران خان یا باجوه ورته زنګ ووهی کیدای لدی خبری بیرته وګرځی ځکه امریکا هیڅکله په یوه خبره تر اخیره نه دریږی ځکه کله د دولت ملاتړ کوی اوکله د پاکستان د سولی د طرحی خبره تاییدوی او کله پاکستان ته ۱۲۵ میلیون ډالره وړیا مرسته د داعش د پیاوړتیا لپاره ورکوی.