افغانستان بنګلدیش لوبډلې ته د «۳۹۸» منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ ټيسټ سیالۍ وروستي پړاو ته رسیدلې ده چې افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ابراهیم ځدران او اصغر افغان د نیمه سلیزو په مرسته ۲۶۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې پر بنګلدیش د ۱۳۷ منډو وړاندې والی درلود، د ۲۶۰ نورو منډو په جوړولو سره یې بنګلدیش ته د ۳۹۸ منډو ستر هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په زړه پوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، په یاده پاڼۍ کې رحمت شاه لومړۍ سلیزه بشپړه کړه، اصغر افغان ۹۲ او راشد خان ۵۱ منډې جوړې کړې.

بنګلدیش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا مومن الحق ۵۲، مصدق حسین ۴۸ او لیټن ډاس ۳۳ منډې جوړې کړې وې، د افغانستان لخوا راشد خان ۵، محمد نبي ۳، یمین احمدزي او قیس احمد ۱-۱ ویکټه واخیسته.

د هدف ټاکلو لپاره افغان لوبډلې پېل وکړه چې په لومړي اور کې یې احسان جنت او رحمت شاه له لاسه ورکړل خو وروسته اصغر افغان او ابراهیم له سلو زیاتو منډو ملګرتیا وکړه، ابراهیم ځدران ۸۷، اصغر افغان ۵۰ او افسر ځاځي ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

بنګلدیش د هدف بشپړولو لپاره شاوخوا دوه ورځې وخت لري چې ویکټې وساتي، خو افغان لوبډله به د بریا لپاره له هدف وړاندې د بنګلدیش ټول لوبغاړي سوځوي.

https://twitter.com/ICC/status/1170583535532613632?s=20

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د