حضرت عمر فاروق بن الخطاب رضي الله عنه عدالت

ژباړه: حشمت الله افغان 

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خطاب زوى او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لوېو صحابو له ډلې نه و.

د هجرت په ١٣ کال د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه تر وفات وروسته يي د خلافت د چارو واګي په لاس کې واخستي.

د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فتوحاتو لمن ډېر پراخه شوه او ډېرې سیمې د اسلامي خلافت تر قلمرو لاندي راغلې او په دي ټول قلمرو کې امن

او امان، سکون او اطمينان موجود و او لامل يې د حضرت عمر رضي الله عنه سياست، تدبير، عدل او انصاف و.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د اسلامي حکومت ستنې چې بنسټ يې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه په مبارکو لاسو ايښودل شوي و، داسې يي مضبوط کړي چې نړيدل يې ممکن نه و او د اسلامي عدل پر بنا يې د خلافت چاري داسې تنظیم کړي چې د نړۍ هيڅ يوه نظام ورسره سيالي نشواى کولاي.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په ټوله موده کې د يو ويښته په اندازه د عدالت له لارې تجاوز ونکړ.

مالدار او غريب د قومونو لويان او کشران په ټولنيز لحاظ د هغه وړاندې يو شان وو.

عدل او انصاف واقعات

١. يو ځل د حج په ورځو کې يې ټول مامورين راوغوښتل او ورته ووئيل: که څوک شکایت لري زما اړونده? حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د مصر والي او نور لوى لوى مامورين هم موجود وو، يو کس ودريد او و يې ويل چي پلاني حاکم پرته له کوم جرمه سل دورې ووهلم. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ورته وویل پاڅه او خپل بدل تري واخله. حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه وویل :اي اميرالمؤمنينه! په دې کار سره به ټول حاکمان بي زړه شي. حضرت عمر رضي الله عنه وویل :پرته لدې بله لار نشته. دا يي وويل او عرض کوونکي ته يې وويل چې پاڅه او خپل انتقام تري واخله! آخر حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د عرض کوونکي خوا ته ورغى او هغه يې په دي راضي کړ چې سل ديناره واخلي او ابرا وکړي.

يو وخت د قريشو مشران د حضرت عمر رضي الله عنه د ليدلو لپاره راغلل:اتفاقاََ حضرت صهيب،حضرت بلال او حضرت عمار رضي الله عنهم او ځينې نور کسان هم حاضر وو چې زياتره يې ازاد شوي مريان وو. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لومړی دوي خپل حضور ته راوبلله اثد قريشو مشران منتظر پاتې شول.

پر ابو سفیان رضي الله عنه (چي د جهالت په وخت کې د خپلې قبيلې رئیس و) دا کار ډېر ګران تمام شو او ويې ویل :سبحان الله مريانو د خلافت د دربار اجازه و لرله او مونږ انتظار باسو.

د يو شمېر نورو (چې حق پيژندونکي وو) وویل :مونږ بايد له حضرت عمر فاروق رضي الله عنه نه شکایت ونکړو، اسلام ټولو ته په يوه آواز بلنه ورکړه څوک چې له خپلې بدبختۍ نه وروسته پاتې شول نن هم باید وروسته پاتې شي!

٣. يو ځل د غنيمت مال لاس ته راغى، ام المؤمنين حضرت حفصه رضي الله عنها چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لور او د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه بى بى وه د خپل پلار حضورته ورغله او ويې ويل :څه چې زما حق وي رايي کړه! حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وویل:لورجانې! ته زما خاص مال کې حق لري، خو دا د غنيمت مال دي. ته غواړي چې خپل پلار په مغالطه کې واچوي? حضرت حفصه رضي الله عنها حيرانه شوه او له خپل ځايه پاڅيده او ولاړه.

ماخذ:

الفاروق علامه شبلی نعماني رحمه الله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د