په افغانستان کې د سولې نامعلوم برخليک

ثناءالله سليم

دلته ډېر وخت کېږي چې دسولې په نوم سياسي  بازار پرانستل شوی خلک پکې اوبه خړوي او ماهيان نيسي .پير او پلور دواړه پکې په بهرنو لاسونو کېږي.

دسولې دراتګ په اړه خلک په مشورواو غونډو ستړي شو خو نه سوله راغله او نه دخلکو ژوند له ګواښ څخه وژغورل شو،په هر حالت کې ځانونه په ويره کې احساسوي،دژوند هره شېبه يې په  خطر کې ده  ، حتی په مقدسو ځايونوکې هم  په پوره امنیت او ډاډمنتوب کې نه وي ،دانتخار او انفجار وېره لکه ددسيوري ورسره وي .

سوله لوي نعمت دی ،انسان که هر څومره په نس وږی او په تن لوڅ وي خو چې ژوند یې په سوله کې وي تل د خوشالۍ احساس کوي.

له کومه نه چې  دافغان سولې په اړه  خبرې شروع شوي دلوړو ژورو ډکې او خلکو ته بې باوره ښکاري، ځکه پايله یې خلکو ته ترډېره جوته نه ده، له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د قطر په دوحه کې خبرې پیل شوې  نهم پړاويې هم پای ته و رسېده خو تر اوسه لا دسولې پروسه ګونګه او بې پايلې ده .

په افغانستان کې دسولې په اړه دغږ اوچتولو خبره نوې نه ده په ۲۰۰۷م کال په کابل کې چې کله د امن ګډه جرګه جوړه شوه. نو په یوه اعلامیه کې  یې ترهګري وغندله او د جوړجاړي لپاره یې غږ پورته کړ.خو دسولې په راوستو کې يې کوم مثبت رول ثابت نه کړه .

د ځينو افغانانو انګيرنې دا دي چې که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي نو سوله به راشي ،په امريکا کې چې کله  بارک اوبامه ولسمشر و،نو په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو شمير تر يو  لک هم زيات و، ده ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۱۱کال دجولای تر وروستۍ نېټې به دغه ټول سر تيري له افغانستانه وباسي اود ۲۰۱۴کال په پای کې به امنيت افغان ځواکونو ته سپاري خو نه له هېواده ووتل او نه یې امنيت افغان ځواکونو ته وسپاره.

حامد کرزي چې کله دوهم ځل ټاکنې وګټلې دټاکنوتر ګټل کېدو وروسته په ۲۰۱۰ ميلادي کال د جون په میاشت کې د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون د سولې ملي مشورتي لویه  جرګه  کې د سولې د خبرو لپاره د سولې عالي شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ،  خو طالبانو او حزب اسلامي دې جرګه کې ګډون ونکړ او دغه پروسه یې بې ارزښتنه وګڼله.

د سولې خبرې له هېواده بهر هم پيل شوې د قطر پلازمېنه دوحه کې په ۲۰۱۳ کال کې دفتر پرانيستل شوخو حامد کرزي نه  غوښتل چې طالبان او امريکا دي مخامخ خبرې وکړي په هغه وخت کې خامد کرزي د طالبانو ته د سیاسي استازولۍ په ډول دفتر پرانیستو باندې غصه څرګنده کړه، چې ياد دفتر تر لڼډې مودې وروسته وتړل شو .

په ۲۰۱۶کال کې د طالب مرکچیانو او افغان سیاستوالو تر منځ قطر پلازمينه دوحه کې خبرې بيا پیل شوې. چې د نړیوالې څېړونکې ادارې پګواش له لوري تنظیم شوې وې،خو په افغانستان کې یې دسولې دراوستو په برخه کې کوم مثبت رول ونه لوبوه .

په همدي کال د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي په اسلام اباد کې سره راټول شول چې له طالبانو سره د خبرو پر میکانیزم کار وکړي.  خو دې خبرو هم کومه څرګنده پايله ورنه کړه .

په ۲۰۱۸ کال کې سولې او پخلاينې ته ليواله  افغانانو په ملي سطحه دسولې غږاوچت کړ او په بېلابېلو ولایتونو کې دسولې پرلتونه پيل شو، له  هلمنده تر کابله او له کابله تر مزاره خلکو دسولې دغږ داوچتولو په پلمه پلی مزل  وکړ ترڅودجګړي له ښکېلو غاړو دسولې پروسه کې دګډون غوښتنه وکړي، خو دسولې دراوستو او خبرو پروسه هماغسې ټکنۍ روانه وه .

په ۲۰۱۸کال په مسکوکې دافغان سولې کنفرانس جوړ شو چې دطالبانو دقطر دفتر غړو او دافغانستان دسولې عالي شورا مرستیال په کې ګډون کړی و خو دي خبرو هم دافغان ولس لپاره کاپي لاسته  راوړنه نه درلودله .

دامريکا اوطالبانو ترمنځ په متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابو ظبۍ کې په لومړي ځل  رسمي خبرې پپل شوی دچې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون درلود.او د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار هم کنفرانس ته د ګډون لپاره تللی و، خو طالبانو له افغان پلاوي سره له لیدو انکار وکړ.

د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر دوحې کې د شپږو ورځو لپاره  خبرې وشوې خو بیا هم معلومه لاسته راوړنه یې نه درلوده .

په دې وروستیو کې د نهم پړاو خبرې پای ته ورسيدې دموافقې مسوده ترتيب شوه او خليلزاد دکاعذ پرمخ له طالبانو سره هوکړې ته رسيدلي خوزماپه اند د سولې هوکړه ليک تر لاسليک کيدو دمخه بايد دافغانانو کلتوري ،دوديز او مذهبي ارزښتونه له پامه ونه غوروځول شي او په ډېر دقيق ډول تر څارنې لاندې ونيول شي .

خدای دې وکړي چې دغه هوکړه ليک چې له طالبانو سره لاسليک کېږي په افغانستان کې دسولې په راوستو کې مثبت ثابت شي اودجګړې ګواښونو او ننګوونې له منځه يوسي.

په افغانستان کې د دوامداره سولې په هيله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د دې ښار په دروازو لیکل په‌کار دي

شاړه نه‌ده، دلته وږي لېوان ډېر دي!